د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د کانګرس په کمېټۍ کې د بلوچستان په اړه خبرې ردوو'


هارون باچا، مشال راډیو

واشنګټن - په امریکا کې د پاکستان سفیرې شيري رحمان ویلي دي حکومت يې د امريکايي کانګرس د بهرنیو چارو په کمېټۍ کې د بلوچستان په اړه شوې خبرې په کلکه ردوي.

نوموړې ویلي، ښايي دا ګام به د دواړو هیوادونو پر اړيکو بد تاثیر وکړي.

شیري رحمان وايي، له امریکايي چارواکو سره یې د دې غونډې په اړه د پاکستان انديښنې او خپګان شريک کړی دی.


شيري رحمان په دې لړ کې د پاکستان د پارليمان، د بلوچستان د اسمبلۍ، د دې هيواد د خپلواکه عدالتي نظام او د پياوړې ميډيا او متحرکه مدني ټولنې يادونه کوي او وايي چې له پاکستاني ولس سره دا لارې شته دي چې د خپلو سياسي او اقتصادي مشکلاتو په اړه غږ پورته او د حل له پاره يي چاره وکړي-

نوموړې زياتوي، امريکا چې ځان د پاکستان دوست بولي، مقننه هيات يي د همدغه ملګري هيواد د ګټو پر ضد کارول کيدل يوه خواشينونکې خبره ده.


خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې وکټوریا نولینډ ویلي د بلوچستان په اړه د دوی دریځ نه دی بدل شوی.

د تېرې چارشنبې په ورځ د امريکايي کانګرس د بهرنیو اړيکو د کميټۍ له خوا د بلوچستان د حالاتو په اړه د یوې ولسي اورېدنه شوې وه.

پر دې مهال د دې ايوان غړو او د بلوچستان د ستونزو په اړه شهادت ورکوونکو د پاکستان امنيتي او استخباراتي ادارې د بلوڅ ملت پاله سياسي فعالانو په ترې تم کولو او وژلو تورنې کړې.

دوی د پاکستان له حکومته په بلوچستان کې د داسې قانون د سر لوړۍ عملي کولو غوښتنه وکړه چې د بشري حقونو له نړيوالو معيارونو سره سم وي.
XS
SM
MD
LG