د لاسرسي ځای

تازه خبر

'افغانستان دې زړه نه بایلي، ښه لوبه یې وکړه'


تر لوبې مخکې د دواړو لوبډلو کپتانان.
تر لوبې مخکې د دواړو لوبډلو کپتانان.
پامیر ساحل، مشال راډیو
پراګ - د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي ته په يوه ورځنۍ لوبه کې په ۷ وکټونو ماتې ورکړه.

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان هغې ته په ۷ وکټو ماتې ورکړه. د تبصرې پر مهال، تبصره کوونکي وویل، دا د کرکټ د نړیوالې شورا د پوخ غړي پر ضد د افغانستان لومړۍ سیالي وه او دا چې افغانستان باید له دې سره زړه و نه بایلي.

د خپلې تبصرې پر مهال رمیز راجا وویل، افغانستان په ډېره ښه توګه لوبه تر سره کړه.

همدا راز وقار یونس وویل، د افغانستان لوبډله باید خپه نشي ځکه په ډېره پېشه ورانه توګه یې لوبه تر سره کړه.

وقار یونس وویل، د افغانستان لوبډلې ښه فیلډنګ او ښه بیټنګ وکړ.
د افغانستان و پاکستان تر منځ د لوبې لیدلو لپاره د افغانستان د مالیې وزیر ډاکتر عمر زاخېلوال هم ورغلی وو.

ډاکتر زاخېلوال شاهد اپریدي ته د ښه بالر اېوارډ ورکړ.
د افغانستان د لوبډلې کریم صادق ته د لوبې د تر ټولو اوږدې شپږیزې وهلو په ویاړ د ۵۰۰ امریکايي ډالرو انعام ورکړل شو.

کریم صادق ته د ۵۰۰ ډالرو یو بل انعام هم ورکړل شو.
شاهد اپریدی د لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی وګرځول شو.

نوروز منګل چې د افغانستان د لوبډلې کپتان دی، له عامر سهیل سره یې په پښتو ژبې خبرې وکړې. ده وویل، د دوی د لوبډلې تجربه زیاته نه وه، او له دې سره یې نوره تجربه تر لاسه کړه.

ده د هغو ټولو افغانانو مننه وکړه چې لوبې ته راغلي ول.

د پاکستان د لوبډلې کپتان مصباح الحق د افغانستان لوبډله وستایله.

ده وویل، په دې لوبډله کې ډېر ښه لوبغاړي ول.

تر دې مخکې د لوبې له پیلېدو سره افغانستان پچه وګټله او په ۴۹ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو له سوزېدو سره ۱۹۵ منډې جوړې کړې.

دا د افغانستان لومړۍ یو ورځینۍ لوبه وه چې د کرکټ د نړیوالې شورا له یوه پوخ غړي سره یې وکړه.

تر دې مخکې افغانستان له کاناډا، هالینډ، سکاټ لینډ او نورو لوبډلو سره سیالۍ کړې دي او زیاتره یې ګټلې هم دي.
XS
SM
MD
LG