د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (کفایت شاه باچا)


د سندرو امېل پاڼې ته ښه راغلاست.

په ننۍ خپرونه کې مو مېلمه د پښتو ژبې خوږ غږی سندر غاړی کفایت شاه باچا دی.

کفایت شاه باچا هغه مهال مشهور شو چې د سندرو ویلو طرز یې ځانګړی وو او پر یو مهال یې دوه غږه ویستل.

کفایت شاه د دې پوښتنې په ځواب کې چې دا څنګه فکر ورغی چې غبرګ غږیزې سندرې دې ووايي؟

دی وايي، د پخوانیو میلسي هنر مندانو او غزلبوله سندر غاړو ته یې په لیدو، ځان ته دا لاره خپله کړه او وايي، ملګرو به ور پورې خندل هم خو ده خپل زیار ته دوام ورکړ.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې په دې وروستیو کې د پښتو ځېنې هنر مندانو موسیقي پرېښوده نو دی څه وايي؟

کفایت شاه باچا یې په ځواب کې وايي، که د شهنشاه باچا خبره وي، او که نازیه اقبال وي نو دوی د پښتو ژبې خدمت نه دی کړی.

دی وايي، ده پسې هم تبلیغیان راغلل خو ده په ځواب کې ورته وویل: ((تاسې په جومات کې د پښتنو خدمت کوئ، موږ یې په حجرې کې کوو)) او دا چې ((ما خو ټول عمر د پښتو او پښتنو خدمت کړی دی.))

د سندرو امېل خپرونه هره اوونۍ درته هارون باچا جوړوي.

دا خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ:
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:21:50 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG