د لاسرسي ځای

په پکتیا کې د ډاکترانو کمښت، د میندو زیاتې مړینې


په کندوز کې له طب متوسطه فارغې شوې نجونې. په پکتیا کې د ډاکترانو د کمي له کبله د نویو پیدا شویو ماشومانو او د هغوی د میندو د مړینې شرح زیاته ده

په کندوز کې له طب متوسطه فارغې شوې نجونې. په پکتیا کې د ډاکترانو د کمي له کبله د نویو پیدا شویو ماشومانو او د هغوی د میندو د مړینې شرح زیاته ده

نقیب الله متونوال، مشال راډیو

ګردېز - د افغانستان د پکتیا ولایت اوسیدونکي وایې، چې په دې ولایت کې د نورو ناروغیو د زیاتیدو ترڅنګ یوه لویه ستونزه د ښځینه ډاکټرانو کمی او پر ماشوم د میندو مړینه ده.

دوی وایې په ټول ولایت کې یوازې څلور MD ډاکټرانې دي، چې د یو لوی ولایت ښځينه ناروغانو علاج ته نشي رسیدلای.

د دې ولایت د احمد ابا او زرمت ولسوالیو دوه تنه اوسیدونکي په تېرو څو ورځو کې د داسې میندو د مړینې خبرې کوي چې د ښځینه ډاکټرانو د نشتون له امله د زیږون پر وخت مړې شوي دي.

د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیاله ډاکټره نازدانه پکتیاوال وایې، چې دوی په تېروڅو کلونوکې په لسګونه قابله ګانې روزلي خو نوموړې زیاتوي، چې ستونزه په لیرو پرتو سیموکې نا امنۍ او کم معاش دی.

نوموړي زیاتوي:(( مونږ ډېرې کمې ښځینه ډاکټرانې او هغه هم په مرکز ګردېزکې لرو؛ مونږ، چې په لسګونه قابله ګانې روزلي او د ځينو ولسوالیو کلینکونو ته مو معرفي کړي خو، دوی په کم معاش چې ۴۰۰ ډالره، د یوې MD ډاکټرې لپاره دی. په دې کم معاش دوى ولسوالیو ته نه ځي او په دې یې هلته ګوزاره هم نه کیږي، بل د امنیت ستونزه هم شته اود ځای ستونزه هم وي.))

خود افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرسته وزیره ډاکټره ثریا دلیل وایې چې په تېرو دوو کلونوکې د زیږون پرمهال د میندو مړینه ډېره کمه شوي ده.ولې په لیرو پرتو سیمو کې د ولادوتونو تر منځ فاصله په پام کې نه نیول هم ددې باعث شوي دي چې د ميندو مړينه زياته کړي .

ډاکټره ثریا دلیل زياتوي :(( په تېرو لسوکالونوکې د زیږون پرمهال د میندو په مړینه کې د پام وړ کموالی راغلی، لس کاله وړاندې د میندو مړینه په هرو سلو زرو ولادتونو کې ۱۶۰۰۰ تنوته رسیده او سږکال دا شمېره په سلوزرو ولادوتونوکې ۳۲۷ تنو ته راکمه شوې ده؛ يعنې پخوا په هر نيم ساعت کې يوه مور کړه کيده او اوس په دوو ساعتونو کې يوه مور د اولاد پر زيږون مړه کيږي. بيا هم دا شمېره ټکان ورکوونکي ده او اوس هم داشمېره د پرمخ تلوونکواو سیمې هېوادونو په کچه زیاته ده، خو مهمه داده، چې په تېرو لسوکلونوکې مونږ ډېر پرمختګ کړی او داګراف ډېر راټیټ شوی او کمیږي.))

د زیږون پرمهال د میندو مړینه نه یوازې په پکتیا کې د اندېښنې وړده، بلکې د هېواد په نورو سرحدي پښتني ولایتونوکې هم زیاته ده، چې د چارو د کارپوهانو په باور يې لاملونه په رواجي ډول د نجونو د تعلیم او یا د دوى د لوړو زده کړو سره د کورنیو مخالفت او نا امنۍ بلل کيږي، چې په برخه کې خلک او حکومت دواړه په پاتې راتلوکې ملامت بولي.
XS
SM
MD
LG