د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فرد جرم پر ضد اپیل رد


د پاکستان سپریم کورټ د عدالت د سپکاوي په مقدمې کې د وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني له طرفه د فرد جرم د فیصلې پر ضد غوښتنلیک رد کړی دی.

د فرد جرم فیصلې پر ضد د غوښتنلیک اورېدنه د سپریم کورټ مشر قاضي افتخار محمد چودري په مشرۍ کې اته کسیزه قضاییه جرګګۍ کوله. سپریم کورټ په خپله ننۍ پرېکړه کې ویلي: ((د حکومت لپاره لازمه وه چې د ولسي پخلاینې د قانون یا این آر او په اړه یې [د سپریم کورټ] فیصله عملي کړی وای او د فبرورۍ د دویمې نېټې فیصله سمه وه.)) تر دې فیصلې وروسته به اوس وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني د فبرورۍ په ۱۳مه سپریم کورټ ته وړاندې کېږي، او پر ده به فرد جرم عایدېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG