د لاسرسي ځای

ډرون برید څلور تنه مشکو وسله وال وژلي


نن سهار وختي د شمالي وزيرستان په ميرامشا کې ډرون بريد لږ تر لږه څلور مشکوک وسله وال وژلي دي. یو امنیتي چارواکې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دا بريد د ميرامشا په بازار کې د طالب وسله والو په يو کور شوی دی او زیاتوي چې وسله وال نن سبا په سیمه کې د کرایه په کورونو کې پناه اخلي.

دا په تيرو څلیریشتو ګینټو کې د امريکايي بې پايلټه الوتکو دویم برید دی چې په دغه سيمه کې ترسره کيږي. پرون سهر هم په شمالي وزیرستان کې ډرون برید شوې وو چې پکې د پاکستان دامنیتي چارواکو دوېنا ترمخه لږ ترلږه لس وسله وال وژل شوي وو.

له ډيرې مودې راهيسې په قبايلي سيمو کې ډرون بريدونه کيږي چې تر اوسه پکې ځينې طالب وسله وال او د القاعده ډلې مشران او نور غړي وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG