د لاسرسي ځای

د تندلاریتوب مخنیوی د مدرسو اصلاحات غواړي


دا په کراچۍ کې د هغې مدرسې واړه ماشومان دي چې مهتمیم به یې په زنځیرونو تړل

دا په کراچۍ کې د هغې مدرسې واړه ماشومان دي چې مهتمیم به یې په زنځیرونو تړل


احمد شاه اعظمي: پراګ

د خېبر پښتونخوا حکومت د سکولونو په تعليمي نصاب کې که يوې خوا ته مورنۍ ژبې لازمي وګرځولې نو بلي خوا ته يې په تعليمي نصاب کې د اصلاحاتو لپاره هم کار پيل کړی دی چې دا ډول فارغه شوي لوستونکې د خپلي ژبي، کلتور او تاريخ تر څنګ د نړۍ په عصري مضامينو هم خبر وي. خو په پاکستان کې که يوې خوا ته يوه طبقه لوستونکې په سکولونو کې زدکړې تر لاسه کوي نو بلي خوا ته بيا ډېری لوستونکې په ديني مدرسو کې هم زدکړې تر لاسه کوي چې د دواړو په نصاب کې ډېر زيات توپير تر سترګو کېږي. په ۱۹۴۷م کال کې د پاکستان د جوړېدو پر وخت په دې هيواد کې د مدرسو شمېر ډېر کم و خو اوسمهال د يو اندازې له مخې په پاکستان کې ۲۴۰۰۰ رجسټرډ شوي او په همدومره شمېر کې نارجسټرډ شوي مدرسې شته چې په لکونو زده کونکې درس پکې وايي.



د خېبر پښتونخوا د درسي کتابونو د چاپولو د ادارې مشر پرفېسر ډاکټر فضل رحيم مروت وايي چې د پاکستان تر جوړېدو وروسته عام ولس مدرسې په خپل لاس کې واخستې او د حکومت د اجازته پرته يې په خپله خوښه جوړولې.

((د پاکستان تر جوړېدو وروسته حکومت مدرسې خلګو ته پرېښودې. دوی د ړومبی ورځي نه خلګو ته داسي توجه ورنکړه چې څوک مدرسه جوړوي او د کومي فرقې يا مکتبِ فکر سړی دی؟ په مدرسو کې رشتيا خبره دا ده چې تر ډېره وخته دا جهادي سبق او يو شی بل شی يو فکري عمل و خو په پرېکټس کې نه و راغلی او عملي بڼه يې نه وه اخستې. خو د بنګله دېش تر جوړېدو پس په ۱۹۷۱م کال کې او په خاصه توګه د افغانستان تر انقلاب او د ايران تر انقلاب وروسته مدرسو زور واخستی.))

په پاکستان کې پر زياتره مدرسو د حکومت کنټرول نشته او پر ځينو خو دا تور لګيږي چې له بهرنيو هيوادونو او سخت دريځه سازمانونو څخه مرستې تر لاسه کوي او لوستونکو ته د سخت دريځۍ او ياغيتوب درس ورکوي.

د عوامي نېشنل ګوند مشر غړی هاشم بابر وايي چې تر څو د مدرسو په نصاب کې اصلاحات نه وي راوستل شوي سخت دريځي له مېنځه نشي تلای.

((داسي مدرسې په کار دي چې په هغو کې د ديني تعليم نه علاوه دنياوي تعليم، ساينس، معاشرتي او اقتصادي علوم هم ورکړل شي. مونږه چې تر څو له مدرسو داسي طالب علمان باسو چې هغوی ته موږ مذهبي تعليم او بيا د يو خاصي فرقې تعليم او دشدت پسندۍ تعليم ورکوو نو دا موږ يو داسي پوځ جوړ کړی دی چې نن سبا زموږ لپاره د تکليف باعث دی چې د طالبانو په شکل کې، د شدت پسندانو په شکل کې او د القاعده تر سيوري لاندي يې وينو.))


په مدرسو کې د سخت دريځي د له مېنځه وړلو لپاره که يوې خوا ته د تعليمي چارو کارپوهان د نصاب د بدلون خبره کوي خو بلي خوا ته بيا د نړيوالو اسلامي پوهنتونونو په څېر د عصري مضامينو پر درس هم ټينګار کوي.

د الازهر پوهنتون مصر څخه د ژورناليزم په څانګه کې فارغه شوی لوستونکی نجم الله برهاني وايي چې له مدرسو څخه بايد داسي لوستونکې فارغ شي چې ټولني ته په غوره توګه ګټه ورسوي.

((اوس د بيلګي په ډول په پاکستان کې د اسلام آباد نړيوال اسلامي پوهنتون دی، له هغه ځايه چې کوم لوستونکی فارغيږي د هغه لوستونکې روحيې ته تاسو ته وګورئ، د هغه لوستونکې ټولني ته د خدمت کچې ته تاسو وګورئ چې هغه په کومه اندازه باندي خپلي ټولني ته خدمت کولای شي. او داغسي يو طالب چې په مدرسه کې را لوييږي هغه څه کولای شي؟ د مدرسې طالب کېدای شي په جومات کې يوازي امام پاته شي او د ټولني کوم بل خدمت نشي ترې کېدای خو د اسلام آباد نړيوال اسلامي پوهنتون لوستونکی بيا کولای شي چې په وزارتونو او نورو لوړو چوکېو باندي ټولني ته هم په ديني او هم په دنياوي دواړو برخو کې کار وکړي، نو دغه يو لاس ته راوړنه ده چې د اسلامي مدرسو نوی نظام يې ټولني ته وړاندي کولای شي.))

که څه هم په پاکستان کې په ځينو مدرسو کې کمپيوټر او انګريزي ورښودل کېږي خو د تعليمي چارو کارپوهان په دې نظر دي چې په مدرسو کې بايد نور عصري علوم هم لوستونکو ته وښودل شي او پر ټولو مدرسو د حکومت لخوا د نصاب او د بېلا بيلو لارو د لاس ته راوړل شوو پيسو په اړه سخته څارنه وشي او هر څه کنټرول کړل شي.
XS
SM
MD
LG