د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان لږ ځواکونه پر خپل ځان تکییه لري



رويټرز خبري اژانس ليکي، د امريکا يو لوړ پوړي پوځي چارواکي لېفټيننټ جنرل کورټِس سکېپېروټي ويلي چي د افغانستان يوازي یو فیصد امنيتي ځواکونه خپلواک ښکاري. نوموړي د امريکا د دفاع په وزارت کي له خبريالانو سره د خبرو کولو پر مهال زياته کړه چي په افغانستان کي خپلواکه امنيتي ځواکونو هم له ناټو څخه محدود جنګي او لوجسټيکي مرستو ته اړتيا لري.

د امريکا لوړ پوړي پوځي چارواکي لېفټيننټ جنرل کورټِس سکېپېروټي د دغه هيواد د دفاع په وزارت کي خبريالانو ته ويلي چي د افغانستان يوازي ۲۹ پوځي او ۷ پوليس ټولګي یا يونټونه د دې جوګه دي چي امنيت پخپله غاړه واخلي او دا ټول د هيواد د امنيتي ځواکونو يوازي يو فيصد برخه تشکيلوي. نوموړي زياته کړه ۴۲ فيصده افغان امنيتي ځواکونو ته د غربي روزونکو لخوا روزنه ورکول کيږي.

سکېپېروټي چي په افغانستان کي د امريکا او ناټو د ورځنيو عملياتو کومنده په غاړه لري وايي چي دا ځواکونه به په جنګي عملياتو کي برخه اخلي او دوی به په کافي توګه د دې جوګه شي چي له ياغيتوبه د خپل هيواد ساتنه وکړي.

د افغان ځواکونو د اهليت او نيمګړتياوو خبره د دې هيواد د راتلونکې لپاره په داسي حال کي مرکزي نکته ګرځېدلې ده چي امريکايي او غربي ځواکونه د لس کلنې جګړې وروسته پلان لري چي د هيواد امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپاري. په همدې لړ کي غربي هيوادونو په ۲۰۰۱ کال کي د طالبانو د حکومت تر ړنګېدو وروسته د دې مقصد لپاره په اربونه ډالر لګولي دي چي د افغانستان لپاره يو لوی، پياوړی او مسلکي ځواک جوړ کړي.

که څه هم اوس ډېری افغان پوځيان او پوليس روزل شوي دي خو بيا هم دوی د ډيرو شيانو لپاره زياتره تکيه پر ناټو کوي چي له طبي درملني څخه نيولې بيا تر هوايي بريدونو او استخباراتي مالوماتو پوري ټول پکي شامل دي.

بلخوا افغان پوځ او پوليس له بې سوادۍ او اداري فساد سره مخامخ دي او د خپلو لخوا هم د شک په سترګه ورته کتل کيږي. د دې سربېره افغانستان د خپلو امنيتي سرتيرو د تنخاګانو لپاره بهرنيو مرستو ته هم اړتيا لري. په دې لړ کي د پلان تر مخه د افغان ځواکونو شمېر کېدای شي له ۳۵۲۰۰۰ څخه ۲۳۰۰۰۰ ته راټيټ شي چي دا ډول د ناټو غړي هيوادونه په دې هيواد کي د ياغيتوب له خطر سره سم په همهغه کچه پوځ تيار کړي او د خپل اقتصادي فشار مخه هم ونيسي.
XS
SM
MD
LG