د لاسرسي ځای

تازه خبر

د م .م د انساني حقونو مشر په شام کې ټولوژنه وغندله


د ملګرو ملتونو د انساني حقونو د ادارې مشرې ناوي پیلې په نړۍ غږ کړې چې د شام په حمص ښار کې، چیرته چې حکومتي ځواکونه په استوګنځایونو بمباري کوي، دولسي خلکو د قتل عام نه بچ کولو لپاره دې په بېړني ګامونو پورته کړي. حمص ښار د بشارلاسد د واکمنۍ خلاف د احتجاجونو مرکز ګرځیدلی دی.

د پیلې دا بیان د شورو په ورځ د جنیوا نه په داسې حال کې جاري شوی چې د رپوټونو له مخې په شام کې پوځ په حمص ښار باندې د پنځه ورځو راهیسې روان د توپونو او ټینکونو یرغل لا پسې زیات کړې دې.

رپوټونه زیاتوي په دې عملیاتو کې د ښار د سني مسلمانانو ګڼې سیمې په نښه کیږي چې د بشارال اسد د یوولس کلنې واکمنۍ خلاف را پاڅېدلي دي ...اسد د العلویین اقلیتي ټولنې غړی دی چې کورنۍ یې له پنځو لسیزو راهیسې په سني اکثریتي هېواد حکومت کوي.په لندن کې میشت د شام د انساني حقونو د څار اداره وايي په حمص کې د روانو پوځي بریدونو په نتیجه کې په یوه شپه کې ۴۷ کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG