د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزیراعظم ګیلاني حکومت پر وړاندې چېلنجونه


د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني
د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني


رویټرز لیکي، په پاکستان کې د سپریم کورټ او حکومت ترمنځ د رواني لانجې له عمله که چری وزیر اعظم خپله عهده وبایلي ، نو دا به د دغه هیواد د حکومت لپاره یو نوې چیلنج وي ، اخوا لاس اینجلس ټایمز لیکي ، افغان حکومت غواړي له طالبانو سره د سولې خبرې له هرې ممکنې لارې کامیابه کړي .


رویټرز لیکي ، د پاکستان سپریم کورټ د دغه هیواد وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني د عدالت د سپاکاوي په کیس کې په ۱۳مه فرورۍ یو ځل بیا رابللی ، او که چرې په هغه دا ثابت شول ، د عدالت سپکاوی یی کړی، نو ورته جیل هم کیدای شي، او خپله عهده هم له لاسه ورکولی شي.

که چرې د پاکستان وزیراعظم خپله عهده وبایلي ، نو دا به د دغه هیواد د حکومت لپاره یوه د شرم خبره وي، خو دا د صدر زرداري د عهدې لپاره دومره خطر نه لري، چې ورته د خپلې عهدې له وجې استثنه تر لاسه ده.

رویټرز لیکي،د صدر زرداري حکومت د امریکا دفاع وزارت پینټاګان د لانجمن خط لیکلو وروستو د یو چیلنج سره مخامخ شولو، چې پکې یی د امریکا نه د پوځي جرنیلانو خلاف مرسته غوښتلې وه، چې د پاکستان د تاریخ په زیاته موده کې په واک کې پاتې شوې دي.

د دغه هیواد د پوځ مشر جنرل اشفاق پرویز کیاني دا خبره په ډاګه کړي، چې دوي د پوځي کودیتا څه اراده نه لري ، کوشش کوي پوځ د ملک د کړکیچن سیاست نه لرې وساتي .

رویټرز لیکي، د تیر کال په نومبر کې د نیټو لخوا په پاکستاني پوځ د برید وروستو د دغه هیواد او امریکا اړیکې یو ځل بیا خرابې شوې. او زیاتوي که چرې دغه رنګ پیښې بیا رامنځ ته شي، نو دا د افغانستان په ستونزه هم خراب اثرات غورځولای شي.

اخوا امریکایي ورځپاڼه لاس اینجلس ټایمز لیکي، افغان ولسمشر حامد کرزی غواړي له ستونزو سره سره له هرې لارې چې کېږی له د طالبانو سره د سولې خبرې کامیابې شي. په دویم ځل د خپلې عهدې د سنبالولو وروستو ولسمشر کرزي په بیا بیا دا ویلي، چې لومړنی هدف یی دا دی، د خپل هیواد خونړۍ جګړې ته د پای ټکی کیږدي. او خپل ناراضه وروڼه یو ځل بیا په سیاسي او ټولنیز بهیر کې شامل کړي.

ورځپاڼه لیکي، کرزی دا کوشش کوي، طالبان د خبرو میز ته راولې ، او د سولې په راوستلو یی راضي کړي.

تیره اونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کر افغانستان ته د خپلې دورې په مهال په یو خبري کنفرنس کې دا وویلي وو، چې پاکستان به د افغانستان په مشرۍ کې د سولې د خبرو مرسته کوي. چې له دې نه دا خبره هم ثابتیږي پاکستان د امریکا په مشرۍ کې په قطر کې د طالبانو سره د سولې په خبرو د امریکا په زیات کنټرول نه دی خوشحاله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG