د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: د رپبلیکن ګوند سیالیو کې ریک سنټروم مخکې دی


د امریکا پخواني سنېټر ریک سنټروم د کلوراډو، مینیسوتا او میسسوري په ایالتونو کې د ریپبلیکن کاندیدانو انتخابات وګټل. دا انتخابات د ولسمشرۍ لپاره د ریپبلیکن امیدوارانو ترمنځ ترسره کیږي چې په نومبر کې د بارک اوباما په وړاندې د خپل ګوند امېدوار ولري.

د زاړه پالي سنټروم له لورې دې بري د ریپبلیکن مخکښ کاندید میټ رامني د بریا مخه ونیوله، رومني وړاندې په نیواډا، فلوریډا او نیوهمپشیر کې د خپل ګوند تر نورو کاندیدانو مخکې شوی و.

د تیرې ورځې د انتخاباتو د نتیجې له راوتلو وروسته سنټروم وویل چې دی د خپل ګوند د کاندیدانو په منځ کې تر ټولو غوره کاندید دی چې په عمومي انتخاباتو کې د بارک اوباما پر وړاندې سیالۍ ته ودریږي.هغه وویل،

« هیلمن یم چې زموږ پیغام ته غوږ نیسئ، که تاسو زموږ پیغام ته غوږ شئ او تاسو ته دا څرګنده شي چې دا د روغتیایي چارو، چاپیریال ساتنې، پانګونه او د وال سټریټ د صرافه بازار د پورونو په اړه پیغامونه دي، نو رامني همهغه دریځ لري چې بارک اوباما یې لري، په حقیقت کې رامني هغه غوره شخصت نه دی چې په امریکا کې د ازادي لپاره ستاسو د غوښتنو لپاره مبارزه وکړي»

رامني سنېټر سینټروم ته مبارکي ورکړه او ویې ویل چې لاهم انتخاباتي مبارزه پای ته نه ده رسیدلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG