د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننواتې :ټولو فیصلې موږ په جرګو کوو قدر د مشرانو په لېمو کوو


فرهاد شینواری - خیبر ایجنسۍ

ننواتې د پښتنو یو ډېر لرغونی دود دی چې لا هم د پښتنو په لروبر کې ژوندی دی، ددې له مخې که یو ګرم کس خپلو کړنو پښېماني وښيي نو لویه ګرمتیا یې هم بخښل کېږي.او دغه ډول دښمني په خپلوي واوړي.


په خیبر کې د ننواتې په اړه د کوکي خیلو سیمې یو مشر ملک اسماعیل اپریدی وايي، (( په یوه پیښه کې چې کوم خلک ملامت وي نو دوی ګډان واخلي ،او ځان سره د سیمې مخور مشران او دیني عالمان مخکې کړي او چې له چا سره یې بد کړي وي هغوی ته وویل شي،چې موږ درته په ګرمه ناست یو اوومو بخښه،نو بیا پښتانه ورته هغه جرم معاف کړی))

نوموړی وايې چې ((د دوی په سیمه کې لږه موده مخکې هم یوه ننواتې وشوه او یوه بدی ورسره ختمه شوه.))

د خیبر سیمې یو بل مشر خان افضل اپریدی وايي چې((ننواتې لا تر دې دمه ورکه شوې نه ده او چې وخت یې راشی نو منظوریږی))

ننواتې ،جرګه،بدرګه،حجره،میلمستیا او داسې یو شمیر نور دودونه له پښتو سره له پیړیو راهیسې راروان دی او دوی پرې ویاړي.
XS
SM
MD
LG