د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کېمپونو کې د ماشومانو پر مړینه د افغان چارواکو شک



په تيرو ورځو کې په افغانستان کې د سختي يخنۍ له امله د يو شمېر ماشومانو د مړه کېدو راپورنه خپاره شول چي د کابل په يو کېمپ کې مېشته ول خو افغان چارواکو د دغو مړينو په اړه پوښتني راولاړي کړي چي کېدای شي دومره ماشومان نه وي مړه شوي. نيويارک ټايمز ورځپاڼي په دې اړه يو راپور خپور کړی دی.

نيويارک ټايمز ورځپاڼه ليکې، افغان چارواکې د هغو شل ماشومانو د مړيني په اړه شکونه څرګندوي چي په دا وروستيو کې د يخنۍ له کبله مړه شوي وو. چارواکو د کېمپ پر اوسېدونکو نيوکه هم وکړه چي دوی د لازياتو مرستو لاس ته راوړلو لپاره له مبالغې څخه کار اخستی او د مړيني راپورونه يو اړخيزه دي.

د افغانستان د آفتونو د مرستي د ادارې مشر محمد دايم کاکړ دا خبره ومنل چي د کبل په دوو کېمپونو کې پلرونو او ملايانو د يخنۍ له کبله د ۲۱ ماشومانو او دوو غټانو د مړيني راپور ورکړی دی خو ده زياته کړه چي د نوموړي ادارې ته ويل شوي چي دا ټول ماشومان د شپې مړه شول.

نوموړي دا پوښتنه دا پورته کړه، دا څرنګه کېدای شي چي ټول ماشومان دي د شپې مړه شي. ده دا شک هم څرګند کړی چي دا مړيني نه دي درج شوي او نه هم د کېمپ چارواکو د دوی د ادارې غړي هدېرې ته بېولي او قبرونه يې ورته ښودلي. نوموړی زياتوي چي دی دا نه وايي چي د کېمپ خلګ دروغ وايي خو دا هر څه د دوی په ذهنونو کې پوښتنې را ولاړي کړي دي.

بلخوا د ناساجي بګرامي کېمپ استازی محمد ابراهيم وايي چي ټول ماشومان د شپې مړه شوي دي ځکه چي د شپې پر مهال د تودوخي درجه ډېره زياته لويږي. د کېمپ استازي ابراهيم او د کېمپ ملا وليد خان په خواشينۍ سره له دې هر څه انکار وکړی او زياته يې کړه چي هر چارواکې ته چي دوی د قبرونو ښودلو ويلي نو هغوی له تلو څخه ډډه کړې ده. ملا زياتوي چي هر مړی ده پخپلو لاسونو خاورو ته سپارلی دی.

يوې خبري غونډي ته د وينا پر مهال د افغانستان د آفتونو د مرستي د ادارې مشر محمد دايم کاکړ وايي که څه هم دوی شک لري خو بيا به هم د کېمپ لپاره مرستي زياتي کړي. بلخوا د مهاجرينو او بيا ستنېدو د وزارت وياند اسلام الدين جرات خبري غونډي ته وويل چي وزارت يې د يخنۍ تر راتګ وړاندي لا خبرداری ورکړی و خو نړيوالو مرستندويه ادارو دېخوا ته پام ونکړی. ده زياته کړه چي د دوی هدف بشري مرستې کول دي او په همدې خاطر د افغان حکومت نهه وزارتونه پر دې کار کوي چي په څه ډول دغه بې کوره کسان نورو ولايتونو ته ولېږي او هلته دوی ته مځکې ورکړي. بلخوا په افغانستان کې دننه ځايي شرکتونو او مرستندويه ادارو هم له دغو کېمپونو سره د ماشومانو تر مړيني وروسته مرستې کړي دي.
XS
SM
MD
LG