د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې پر بلوچستان ولسي اورېدنه کېږي


احمد شاه اعظمي: پراګ

د امريکا د کانګرېس د بهرنيو چارو کمېټۍ د چارشنبې په ورځ په بلوچستان کي د بشري حقونو د سرغړونو په اړه يوه اورېدنه کوي چي د بشري حقونو د مبارزينو او سيمه ايزو چارو د کارپوهانو سربېره عام ولس ته بلنه ورکړل شوې چي په بلوچستان کي د روانو حالاتو په اړه خپل نظر شريک کړي.

د امريکا د کانګرېس د بهرنيو چارو کمېټۍ دا اعلان تېره اونۍ وکړی چې دوی به په بلوچستان کي د روانو حالاتو په اړه يوه ولسي اورېدنه کوي. د دې اورېدني مشري به د امريکا په کانګرېس کي ريپبلکن غړی ډانا روهرابچر کوي خو د عيني شاهدينو په توګه به په پاکستان کي د بشري حقونو د څار د ادارې مشر علي دايان حسن، د جارج ټاون پوهنتون استاده کرسچين فير او د پوځي چارو کارپوه او ليکوال رېليف پيټرز ګډون پکي کوي. په دې اورېدنه کي عام ولس ته هم بلنه ورکړل شوې چي په بلوچستان کي د روانو حالاتو او په دې صوبه کي د بشري حقونو د سرغړونو په اړه خپل نظر شريک کړي او شواهد وړاندي کړي. که څه هم د بشري حقونو د يو شمېر نړيوالو سازمانونو لخوا په بيا بيا په بلوچستان پر روانو حالاتو اندېښنه ښودل شوې او له حکومته غوښتنه شوې چي په دې صوبه کي بشري حقونو ته درناوی وکړی خو د امريکا د کانګرېس لخوا دا لومړی ځل دی چي دا ډول ګام پورته کوي.

دا چي د امريکا د کانګرېس د دې ګام په اړه بلوڅ سياستوال څه نظر لري؟ د بلوچستان نېشنل ګوند مشر غړی کچکول علي اېډوکېټ چي هيواد پرېښودلو ته اړ شوی او دا وخت په سويډن هيواد کي ژوند تېروي وايي چي د کانګرېس لخوا دا ګام د ستايني وړ دی خو دا کار بايد ډېر پخوا شوی وای.

((موږ د دې هرکلی کوو. زما په اند د بلوچستان حالات دومره زيات د اندېښنې وړ دي چي د هر انسان ضمير ته درد رسوي. هره ورځ خلګ وهل کيږي، دوی بې له څه ګناه ګرفتاره کيږي، دوی تښتول کيږي او بيا وروسته د دوی خراب شوي مړي په ويرانو کي غورځول کيږي. دا ټول پر بنيادي بشري حقونو تېری دی. موږ دا وينو چي دا ګام په ځنډ سره پورته کړل شو خو ښه کار وشو. امريکا، کانګرېس او د غرب نورو مهذبه قومونو د دې پيښو نوټس واخستی خو پکار وه چي دوی مخکي لا د دې نوټس اخستی وای((

دا چي د پاکستان حکومت به د کانګرېس د يادې کمېټۍ پر سپارښتنو تر کومه حده عمل وکړي؟ په بلوچستان کي بلوڅ خبريال او د سيمه ايزو چارو کارپوه شهزاده ذوالفقار وايي که څه هم د پاکستان له حکومته هيله نلري چي د يادي کمېټۍ پر سپارښتنو به عمل وکړي خو دا ګام د پاکستان پر حکومت نړيوال فشار زياتولای شي.

((زه خپله ډېر اميد نلرم چي د پاکستان حکومت به د کمېټۍ پر سپارښتنو عمل وکړي خو په عالمي توګه فشار زياتيږي. که تاسو وګوری نن د پاکستان او امريکا تعلقات ډېر ښه نه دي. په واشنګټن کي دغه کمېټۍ به دا خبره ضرور پورته کوي د پاکستان په لويه صوبه بلوچستان کي د انساني حقوقو خلاف ورزي کيږي نو تاسو کوم اقدامات کوئ او کوم يقين راکوی چي دا به بيا نه کيږي. که چيري د پاکستان حکومت دا راپور و نه مني او ووايي چي دا يو طرفه دی خو بيا هم پر پاکستان په عالمي کچ باندي فشار زياتيږي((.

په دې اړه چي مي کله په اسلام آباد کي د پاکستان د بهرنيو چارو له وياند عبدالباسط څخه د پاکستان د نظر په اړه و پوښتل نو نوموړي وويل چي په دې لړ کي په امريکا کي د پاکستان د سفارت او يادي کمېټۍ تر منځ خبري اتري شوي دي او سفارت په دې لړ کي خپلي اندېښنې هم ورسره شريکي کړي دي. نوموړي زياته کړه چي د پاکستان سفارتي چارواکي به په دې غونډه کي ګډون ونکړي. دا چي آيا پاکستان به د يادي کمېټۍ سپارښتنو ته ځواب ووايي که نه، عبدالباسط وويل دوی هيله کوي چې نور هيوادونه د دوی په کورنيو چارو کي مداخلت ونه کړي.

د امريکا په پلازمېنه واشنګټن کي د بلوچستان د روانو حالاتو په اړه دا اورېدنه په داسي حال کي تر سره کيږي چي تېره مياشت د بشري حقونو د څارني نړيوالي ادارې هم د پاکستان پر حکومت د بلوچستان په ګډون د هيواد په بېلا بيلو سيمو کي د بشري حقونو د سرغړوني پر سر نيوکي کړي وې.
XS
SM
MD
LG