د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شینوارو خپلمنځي ښخړې هوارولو هڅې


د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي سلا کار وزير اسدالله وفا د ننګرهار له والي ګل آغا شېرزي سره په یوهګډخبري کنفرانس کې
د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي سلا کار وزير اسدالله وفا د ننګرهار له والي ګل آغا شېرزي سره په یوهګډخبري کنفرانس کې

بازمحمد عابد مشال ريډيو

جلال اباد: د شينوارو قوم د دوه وو خيلونو سپاى او عليشرخيلو تر منځ د لانجمنې ځمکې د ملکيت په سرد څلورو مياشتو اوربند وروسته د دايمي روغې جوړې له پاره يو پلاوى له کابل څخه ننګرهار ته راغلى دى.

د دغې پلاوي مشري په قومونو او قبايلو چارو کې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي سلا کار وزير اسدالله وفا کوله. ده خبريالانو ته وويل چې له دواړو لورو څخه يې د روغې جوړې واک په شرعي وسيقه غوښتي دى. ده وويل:

(( د ننګرهار خلکو ته مبارکي وايم چې دواړو لورو د راتلونکې روغې جوړې لپاره موږ ته ليکلي خطونه راکړل. خو بيا هم زموږ غواړو چې دوى موږ ته په شرعي وسيقه واک را کړي. کله چې يې موږ ته په شرعي وسيقه واک راکړو، موږ به په پنځه شپږ مياشتو کې د دوى دا مسله حل کوو.))

د ننګرهار والي ګل اغا شيرزي وويل چې په دښتې اوس سرحدي ځواکونو اړولي دي او موږ به ډير ژر وتوانيږو چې د دواړو لورو تر منځ يوه دايمي سوله رامنځته کړو. ده وويل:

(( اوس ټوله دښته او په دښته جوړې شوې قلاګانې د حکومت تر ولکې لاندې دي. د يوه لوري سره نه حکومت او نه هم طالبانو مرسته کوله. ذ دوى تر منځ خپله جګړه وه. اوس چې ترې حکومتي جرګې واک اخيستى دا مسله به ډير ژر حل او فصل شي.))

د يادولو ده چې د تيرو دريو کلونوراهيسې په زرګونه جريبه دولتي ځمکې باندې د شينوارو د دوو قومونو سيپاى او عليشرخيلو تر منځ څو وارې وسله والې نښتې شوي چې تر سلو تنو زيات په کې مړه او ژوبل شوي، خو څلور مياشتې وړاندې يې تر منځ د اوربند تيږه د دريو کلونو لپاره کيښودل شوه، خو اوس حکومت غواړي چې له دواړو لورو واک واخلي او تر منځ يې يوه دايمي روغه وکړي.

XS
SM
MD
LG