د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګیلاني د قطر چارواکو سره لیدلي


د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني
د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني
د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني د ګل/ دوشنبې په ورځ په قطر کې د خپل سفر پر مهال ددغه هیواد له وزیراعظم شیخ حماد بن جاسم ال ثاني سره لیدلي دي.

د خپل دغه درې ورځني سفر په ترڅ کې به نوموړی په دوحه کې له چارواکو سره په دوه اړخیزه تعلقاتو، د افغانستان په باب او دغه ډول ایل این جي ګیس او د تجارت سیوا کولو په اړه خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنو چارو د دفتر ویاند عبدل باسط هغه ګنګوسې رد کړې چې ګني قطر ته د ګیلاني سفر له د طالبانو سره په خبرو اترو راټول دی.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې امریکایي چارواکو لا د وړاندې له طالب استازو سره خبرې پیل کړې دي او طالبان تیاری نیسي چې په قطر کې خپل سیاسي دفتر پرانیزي.
XS
SM
MD
LG