د لاسرسي ځای

تازه خبر

نننی ټکی



قاسم خان مندوخیل - پراګ

ژبپوهان وايي د نړۍ ټولې ژبې خپلو کې سره همځولې او هم عمره دي، یانې هیڅ یوه ژبه له بلې هغې مشره او کشره نه ده خو یواځنی توپیر یې دا دی چې د یوې ژبې ویونکو یا خو د خپلې ژبې د ودې لپاره کار کړی او یا هم یو ملت چې کله په نړیواله کچه امپراتوري پاته شوی نو د خپل زور په مټ یې د محکوم ملت ژبه خوړلې او پر ځای یې خپله هغه ورباندې تپلې ده.

په دې برخه کې د ډېرو نړیوالو برلاسو ژبو بېلګې راوړای شو لکه عربي، فرانسوي، هسپانوي، روسي، انګلیسي او داسې نورې.

دا چې اوس له علمي، ساینسي او ټېکنالوژیکي پلوه نړۍ ورځ تر بلې شېبه په شېبه پرمخ روانه ده نو په داسې حالاتو کې پښتو ژبه که له نړیوالو هغو سره نه وي، نو د خپلو ګانډیو هغو لکه فارسي، اردو وهندي سره څنګه د علم او زدکړې په ډګر کې اوږه په اوږه د درېدو جوګه کولای شو.

ژبپوهان وايي، د ژبې د ودې لپاره بنیادي شرط د یوه قام ماشومانو ته په خپله ژبه علم او زدکړه ورکول دي. اوس له نېکمرغه د خیبر پښتونخوا حکومت ګام اخیستی چې له لومړي بیا تر دولسم ټولګي به په دغه صوبه کې د پښتو په ګډون د نورو لږکیو په ژبو زدکړې پیلوي.او افغانستان لا د وړاندې په ګڼمېشتو پښتني سیمو کې په پښتو زدکړې ورکوي.

د پښتو د ودې لپاره لکه د نړۍ نور قامونه چې یې د خپلو ژبو لپاره کوي، پکار ده چې ټول علمي او فرهنګي کتابونه خپلې ژبې ته راواړوو.

هر څوک که لږ و ډېر په انګرېزي، فارسي، فرانسوي،اردو، روسي، عربي او نورو ژبو پوهېږي او هر چېري چې مېشت دي، که د کال یو کتابګوټی پښتو ته واړوي دا به ورو ورو د پښتو کتابتون په علمي ډګر کې بډای کړي او په دې سره به د خپل راتلونکې کول لپاره د علم، هنر او ساینس یوه ستره شتمني په میراث کې پرېږدي.

بل دا مهال که د نړۍ وتلي فلمونه او دغه ډول د ماشومانو لپاره کارټونونه په پښتو وژباړل شي نو پښتانه د پېړیو مزل په کلونو او ان په میاشتو رالنډولای شي.

په دغه بلاګ کې به زه هڅه کوم چې له نورو نړیوالو ژبو سره د پښتو څومره خپلوي ده، هغه د ژبپوهانو په مټ راوسپڼم.

پښتو له پارسي(فارسي)، سانسیکرټ او له اوسنۍ هندي (اردو) سره ډېره لرغونې خپلوي لري.

که یې دا خپلوي په لومړي سر کې له پښتو او پارسوا (پارسو) سره پرتله کړو نو د یو شمېر ژبپوهانو په فکر چې خپله پښتو او پارسو د یوې ژبې په دوو بڼو ادا کول یا تلفظول دي.

دوی وايي په پښتو کې (ښت) په پارسي کې (رس) ادا کېږي لکه د بېلګې په توګه پوښتنه په پارسي کې پرسان، تښتېدنه په ترسیدن اوښتې. نو که په پښتو کې(ښت) د پارسي په (رس) واړو نو دغه ټکی پښتو او یا پارسو جوړېږي، او داسې نور ....

او بله دا چې د پښتو (ښت) بیا په هندي کې په (ټ) ادا کېږي لکه پښتون پټان شوی او داسې خښته (خټه) لښته (لاټي) مښت (موټ) ، پيښت (پيټ) کښت (کېت) او داسې نور.

تر بیا روغ اوسی
XS
SM
MD
LG