د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو د پرمختګ لپاره ډېرې لږې پیسې ورکړل شوې


مجید بابر ـ پراګ

د پاکستان قبايلي سيمو لپاره ددغه هيواد وفاقي حکومت د سالانه ترقياتي پروګرام په مد کې څه کم ۱۶ اربه روپۍ د روان کال د جنورۍ مياشتې په شپږمه نيټه جاري کړېدي چې له مخې به يې په دغو سيمو کې سکولونه، کالجونه، او د کرکروندې لپاره يو شمېر پروژي او نور د پرمختګ کارونه تر سره کېږی.

د وفاقي حکومت لخوا ددغو پيسو ورکولو پخلي له کورمې د قبایلي سیمو پارلماني غړي ساجد حسین توري کړی.


له مشال راډیو سره په خبرو کې هغه زياته چې دا پیسې په داسې وخت کې جاري شوې دي چې د قباييلی سيمو زیاتره برخې خراب موسم اغيز منې کړې دي، او بله دا چې ددې پيسو د ځندوالي ذمه واري د وفاقي وازرات خزانې ، پلاننګ ډویژن سره سره د فاټا سیکتريت په غاړه ده. او د هغه په خبره په قباييلي سيمو کې يو شمیر د پرمختګ پروژي ددې پيسو د نه ورکولو له کبله د ځنډ ښکار وې.

ساجد حسین توري دا هم وویل چې دا مهال د قبايلی سيمو زياتره برخو ته د واورو او یخنۍ له کبله رسيدل ګران شوي دي.او هغه پروژې چې پکار وه نهه میاشتې مخکې شروع شوې وای د خراب موسم له وجې به نوري د ځنډ ښکار شي.


په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو کار پوه اکرام هوتي وايي د قبایلي سیمو لپاره ټاکل شوې دغه پیسې د پرمختیايي کارونه لپاره ډېرې لږ دي.خو که بیا هم دغه په سړکونو جوړولو او د دغو سړکونو په غاړه غاړه د کر کېلې په پروژو ولګول شي نو قبايلي ولس ته به یې زياته ګټه ورسي.

دا چې وفاقي حکومت کله د قبايلي سيمو د سالانه ترقياتي پروګرام لپاره پيسي فاټا سیکټريت ته ورکړې نو بيا ددغو پيسو وېش څنګه کېږي . په جنوبي وزير ستان کې پخوانی پوليټیکل ایجنټ سنګي مرجان وايي چې فاټا سیکتريت بيلا بيلو قبايلی سیمو ته دد آبادی په تناسب دغه پیسې ورکوي.

د سنګي مرجان په خبره يو خو دا پيسې د قبايلي سيمو له ضرورته ډيرې کمې دي او بله دا چې ددې پيسو زياته برخه د پرمختګ د پروژو لپاره د ټاکلي شوو عارضي کار پوهانو د تنخواګانو په مد کې خر چېږي. دده په خبره قبايلي ولس ته په خپله پکار ده چې د پروژو په کامیابي سره سر ته رسولو کې کردار ادا کړي.دی وايي هر کال د دغو سیمو لپاره څه نا څه ۱۶ اربه روپۍ ورکول کېږي خو زیاته برخه یې د پرمختیايي پروژو پر ځای شخصي جیبونو ته ځي.
XS
SM
MD
LG