د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزشن تعليمي کمپین اعلان کړ


Baluchistan: Pashtoonkhwa students organisation launch education campaign>06FEB2012
Baluchistan: Pashtoonkhwa students organisation launch education campaign>06FEB2012
پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزشن تعليمي کمپین اعلان کړ


نیازموساخېل،کوټه

په کوټه کې د پښتونخوا زدکونکو سازمان پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزشن غړیو په یوه خبري کنفرانس کې د تېر کال غوندې سږ کال بیا د تعلیمي کمپېن چلولو اعلان وکړو.

په خبري کنفرانس کې له پلرونو غوښتنه وشوه،چې خپل بچیان دي په سکولانو کې داخیله کړي،تر څو له سیمې د بې علمۍ تیارې له منځه ولاړې شي.

د پي اېس او جنوبي پښتونخوا مشرکبیر افغان مشال راډیو ته ووېل،چې سیمه او ټول پښتونخوا وطن د ترهګرۍ،ناامنۍ او توندلارېتوب په اور کې را ګیر دی او په دغه حالاتو کې دُښمن غواړي چې د وطن بچیان له علمه لرې وساتي او دوی د جهالت او بې خبرۍ پر خوا یوشي٫٫موږغواړو چې زموږ بچیان خبر شي او علم ترلاسه کړي.که زموږ نن د علم له رڼاګانو ډک شو،نو زموږ راتلونکۍ به یقینًا له ترهګرۍ او ناامنۍ راوژغورل شي.٬٬







کبیر افغان زیاته کړه،دوی تېرکال هم داسي یو کمپېن چلولۍ وو او د ده په ټکو،د هغه ډېر ښه او ژور اثرات رامنځته شوي وو٫٫د بلوچستان محکمه تعلیم په خپل یو راپور کې پخپله دا خبره په ډاګه کړې چې زموږ د هغه کمپېن له برکته د ماشومانو ښوونځيو ته د داخیلېدو په شرح کې ۱۵ فیصده زیاتوالی راغلی وو.زما په فکر،دا زموږ لوی بریالیتوب دی چې ولس خپل بچیان په زیاته کچه سکولانو ته داخیله کړل او دا یو لوی بدلون دی،چې سږ کال به بیا څرګنده کېږي.٬٬


یاده دې وې،د پي،اېس،او تعلیمي کمپېن په داسې حال کې پېلېږي،چې په سیمه کې د ژمې د ۳ میاشتنیو روخصتیو وروسته،د راروانې مارچ میاشتې پر لومړۍ نېټه سکولان بېرته خلاسېږي.

د څېړونکیو په وېنا،هر کال په بلوچستان کې د ماشومانو سکولانو ته د داخیلیدو کمې شرحې ته به د پي،اېس،او دغه تعلیمي کمپېن نسبتًا ګټه ورورسوي.
XS
SM
MD
LG