د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د افغانستان لانجه ژر هواره ول غواړي


د امریکا ولسمشر بارک اوباما له خپل افغان سیال حامد کرزي سره د یوې ناستې پر مهال
د امریکا ولسمشر بارک اوباما له خپل افغان سیال حامد کرزي سره د یوې ناستې پر مهال

فرخنده وزیر – پراګ

د امریکا ولسمشر باراک اوباما انتظامیه غواړي په هغه ټولو لارو کار وکړي چې له عمله ترې د افغانستان مسله د وخت مخکې هواره کړي.

په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې کیرن ډي ینګ لیکي، په امریکا کې د راروانو ووټونو وړاندي د امریکا ولسمشر باراک اوباما انتظامیه غواړي د افغانستان ستونزه راټوله کړي. په تیرو نزدو ورځو کې د بندو دروازو شاته دا خبرې هم تیزې شوې دي، چې د طالبانو سره ټولې مسلې د خبرو له لارې هوارې شي. او په دې لړ کې د پاکستان او افغانستان تعلقات هم نن سبا د ولسي او سیاسي بحثونو موضوع ده.

ورځپاڼه لیکي په اسلام اباد، کابل او واشنګټن کې داسې عناصر شته چې کوښښ کوي، د افغانستان د مسلې د حل په لارو څه نا څه اثرات وغورځوي. واشنګټن پوسټ د یو امریکایي چارواکي لخوا د نوم نه ښودلو په شرط لیکي، چې وایې دوی د پټو مالوماتو راښکاره کول د یوې الې په توګه استمالوي.

په افغانستان کې په زمکه امریکایې او افغان ځواکونه د افغان مسله په چټکۍ سره د پریښودلو په حق کې نه ښکاري. ورځپاڼه وړاندې لیکي، د افغانستان نه د وتلو نوې نیټه به د امریکا ولسمشر باراک اوباما په می کې د نیټو د سر مشرانو په غونډه کې اعلانوي.

اوس چې په امریکا کې ووټونو ته د کال نه هم لږ وخت پاتې دی، امریکایي چارواکي داسې فکر کوي، چې د دوی ولس له جنګونو ستړې شوی، او ورته مالي او ځاني تاوانونه هم رسیدلي دي، په موجوده وخت کې به له افغانستانه د وتلو د فیصلې هرکلی کوي.

داچې د امریکا د افغانستانه د وخت نه مخکې د ویستو څه اثرات کیدای شي، په ځواب کې د بهرنو چارو کارپوه بیرسټر ذاهد سعید وایی ، امریکا غواړي په دغه هیواد کې د مشاور په توګه پاتې شي او کیدای شې له دغې وروستو پاکستان او افغانستان هم خپلې مسلې نیغ په نیغه د یو بل سره وڅیړي .
XS
SM
MD
LG