د لاسرسي ځای

اسراییل پر ایران د برید نیت نه لري.اوباما


د امريکا ولسمشر باراک اوباما وايې هغه داسې فکر نه کوي چې ګنې اسرايل د ايران د لانجمن اټومي پروګرام پر سر په دغه هېواد د بريد کولو پريکړه کړې .

يو امريکايې ټي وي سره په خپلو خبرو کې د امريکا ولسمشر باراک اوباما ویلي د دې ستونزې د حل لپاره هغوی د خپل ملګري هېواد اسرايل سره ډيره له نږدې نه همکاري کوي .

پوځي مداخلت ته په اشاره ولسمشر اوباما وویل د ايران د اټومي پروګرام د لانجې د حل لپاره به په هر يوه لاره غور کولای شي خو نوموړي په دې خبره زور راوړو چې امريکا د دې ستونزي سفارتي حل غواړي.

ايران په دې خبره ټينګار کوي چې د دوی اټومي پروګرام د بم جوړولو لپاره نه بلکې د سوله ايزه اهدافو لپاره دی.
XS
SM
MD
LG