د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور: یو ودانۍ پرېوتې په لسګونه کسان بند پاتې دي


د پاکستان د پنجاب په مرکزي ښار لا هور کې د يوې درې چته ودانۍ د راپريوتو په پيښه کې دوه ماشومان وژل شوي او او د ماشومانو او ښځو په ګډون په لسګونه نور لاهم تر کنډکپرو لاندې بند پاتې دي.

ژغورندویه ډلې د هغوی په راوېستو اخته دي.


له پاکستاني رسنېو سره په خپلو خبرو کې د لا هور ډي سي او احد چيمه وويلي چې تر دې دمه د دوو کسانو مړي را وېستل شوي دي.

بلخوا د بم پوچولو ادارې چارواکي وايي پيښه د لاهور په حسن ټاؤن کې د دوايانو په يوه کارخانه کې د ګېس سلېنډر د چاودنې له وجې شوې.دوی وايي چې په کارخانه کې کارکونکي شا و خوا پنځوس کسان اوس هم تر ملبې لاندې ګېر دي چې په کې زياتره ماشومان او مېرمني دي.

تر دې دمه د نهه مېرمنو په ګډون پنځلس کسان د ملبې څخه ژوندي راوېستل شوي دي.

چارواکي وايي چې د بند پاتې کسانو په راوېستو کې له ستونزو سره مخامخ دي او دوی اخته دي چې د مشینرۍ په کارولو سره سیمټي دېوالونه مات کړي چې دغه ډول بندو کسانو ته لاره وموموي.
XS
SM
MD
LG