د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا : پر ښځو تشدد زیات شوی دی


نقیب الله متونوال - خوست

د افغانستان د نورو سيمو په څير په پکتيا ولايت کې هم تر يوه بريده نجونو ته د زده کړو موقع برابرې شوي او په بدو کې نه ور کول کيږي خو، بياهم په دې ولایت کې د بشر حقونو کمسيون دفتر د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو د زیاتیدو خبر ورکوي او وايي، چې په تيره يوه مياشت کې د کورني تاو تريخوالي له امله پنځه تنه ښځې وژل شوي دي.

په پکتیا ولایت د بشري حقونو د کمیسیون سرپرست عبدالحکیم ناصري وایې، چې د تېرکال پرتله په دې ولایت کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی او ډېرې داسې قضیې شته، چې تر اوسه هم پټې پاتې شوي دي.

په پکتیا کې د بشر حقونو دفتر د ښځو د ملاتړ څانګې مشره زرغونه شمس وایې، چې سږکال رښتیا هم په دې ولایت کې پر ښځو تاوتریخوالی زیات شوی اویوازې په تېره یوه میاشت کې پنځه داسې قتلونه شوي، چې نجونو خپل قانوني عمرهم نه وو بشپړکړی چې په بدل او جبري واده شوي دي.

زرغونه شمس وایې:((دا پنځه قتلونه چې په تېره میاشت کې شوي د ښځو د تاوتریخوالی جبري ودونه وو، چې په کوچنیوالي کې ورکړل شوي وې او د احمد خېلو پېښه کې هم یوه ماشومه په ۷ کلنۍ کې د ١٦ کلنې په بدل کې ورکړل شوي وه.))

د پکتیا یوه اوسیدونکي جمیله وایې، چې پخواني ډير منفي رواجونه، د قانون نه حاکمیت او په لیرې پرتوسیمو کې د عامه پوهاوي کمزوري او د مرکز ناخبري د دې باعث شوي، چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شي.

جمیله زياتوي: ((د ښځو سره د تاوتریخوالي ترټولو لوی لامل ناپوهي ده. په اسلامي اصولو برابر حقوق هم ښځو ته نه ورکول کیږي؛ هغه، چې اسلام یې ورکوي خو مشران یې نه ورکوي، بل، داچې هره مسله په جرګو حلیږي، چې دلته د قانون د نه حاکمیت او په عدلي ارګانونو کې ستونزې دي. ))

د بشري حقونو کمیسیون د ښځو د ملاتړ څانګې مشره زرغونه شمس هم وایې چې ډېرې داسې قضیې شوي، چې مېډیا یا رسني ورباندې نه دي خبرې شوي.
نوموړي زیاتوي: دوی به هڅه وکړي، چې داسې قضیې چې پټې پاتې کیږي رسنیوته وړاندې کړي.

زرغونه شمس په دې اړه زياتوي: ((په لیرې پرتو ولسوالیوکې ډېرې داسې پېښې کیږي خوخلک ځکه نه پرې خبریږي، لکه ښځې چې په کورونوکې پاتې وي همداسې يې ستونزې هم د ننه پټې پاتې کیږي اوځینې یې چې ښکاره شي بیا په قومي دود او رواج حل کیږي خومونږ به هڅه کوو، چې داډول قضیې رسنیوته ورسوو. ))

که څه هم دا ډول پېښې په داسې ټولنو کې، چې دودونه او رواجونه پکې حاکم وي هر وخت کیدای شي خو باید وویل شي، چې په پکتیا کې په تېرو څوکلونو کې داسې قومي پرېکړې هم شوي چې ښځې په بدو کې نه ورکول کیږي او د پخوا پرتله د نجونو تعلیم ته هم زیاته پاملرنه شوي او اوس په زرګونه نجونې ښوونځیوته ځي او په پوهنتونو کې یې هم شمېره د پخوا پرتله زیاته شوي ده.

خو تر ډېره بریده د تاو تريخوالي دا ډول ستونزې په لیرې پرتو سیموکې وي، چې د نا امنیو اوخرابو لارو له امله یې خلک په ځانګړي ډول مېرمنې له ډېرو حقونو او حتا له روغتيايي اسانتياوو هم بې برخې دي.
XS
SM
MD
LG