د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ



د فرانس خبري اژانس اې ایف پي د پاکستان د یوه لوړ پوړي چارواکي له خولې لیکي چې پاکستان به په افغانستان کې د روغې جوړې د خبرو اترو لپاره په بشپړه توګه مرسته کوي. بل پلو رویټرز خبري اژانس په یوه رپوټ کې لیکي چې په کابل او واشنګټن کې داسې اندېښنې دي چې که چیري نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووځي نو به وسله وال طالبان بیرته واک ترلاسه کړي.

د فرانس خبري اژانس اې ایف پي لیکي چې د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګېلاني به د فبرورۍ پر شپږمه نېټه له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو په اړه پر هڅو د ږغېدو لپاره قطر ته ولاړ شي.

اژانس د یوه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي له خولې لیکي چې داسې ډېر نظرونه او وړاندیزونه شته چې وزیراعظم یوسف رضا ګېلاني به د قطر له چارواکي سره پرې خبرې وکړي.

دې چارواکي ویلي چې امریکا دوی په دې لړ کې په ټولو پرمختګونو خبروي خو د هغه په خبره دوی امریکا ته ویلي چې دوی په کلکه پر داسې لار روان دي چې ګواکې لاس وهنه کول نه غواړي.


دې چارواکي چې د نوم له په ډاګه کولو یې ډډه کړې ویلي ، پاکستان د هر هغه جوړجاړي مرسته کوي چې مشري یې په خپله افغانان کوي او د اوږدمهاله امن د ترلاسه کولو لپاره ټولې ډلې په کې ګډون ولري.

دې کس زیاته کړېده چې د هغه په خبره پاکستان په افغانستان کې د کومې خاصې ډلې ملګری نه دی او د دوی تر ټولو لویه خوښه دا ده چې په افغانستان کې امن رامنځ ته شي.

د نېټو یو پټ رپوټ چې په کې له زرګونه نیول شوو وسله والو طالبانو سره خبرې شوې وې په ډاګه کړه چې پاکستان په پټه له افغان طالبانو سره مرسته کوي. خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کر کابل ته د سفر په ترڅ کې دا تور رد کړ.

دا له هغه وروسته ده چې وسله والو طالبانو پر دې رضامندي وښودله چې په قطر کې یو سیاسي دفتر پرانزي. خبري اژانس (اې ایف پي) لیکي چې دې پاکستاني چارواکي وویل ، داسې مرکز ښه دی هغه ځکه چې هر هغه څوک چې امن غواړي نو به ورسره تماس ونیول شي.

بل پلو رویټرز خبري اژانس په خپل یو رپوټ کې لیکي چې د نېټو په ډاګه شوي رپوټ کې طالبانو د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د واک ترلاسه کولو په اړه باور څرګند کړی وو.

رویټرز لیکي چې د دې خبرې له امله په کابل او واشنګټن کې اندېښنې شتون لري چې که په ۲۰۱۴م کال کې نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووځي نو به وسله وال طالبان بیرته واک ترلاسه کړي.

خو رویټرز خبري اژانس د شنونکو له خولې لیکي چې که څه هم د هغوی د بیا راتګ په اړه وېره شتون لري خو وسله وال طالبان دومره پوځي ځواک نه لري چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته دي بیا د ټول افغانستان واک ترلاسه کړي.

اژانس په کابل کې د افغانستان د سیاسي چارو د کارپوه وحید مژده له خولې لیکي چې کله طالبانو د افغانستان نوي برخې سیمه نیولې وې هغه وخت بېل وو. د هغه په خبره اوس حالات په بشپړه توګه بدل شوي دي.

وحید مژده وايي چې دا طالبان هم مني چې په اوسنیو حالاتو کې دا ناشونې ده چې یوه ډله ډي افغانستان ونیسي او حکومت دې پرې وکړي.

اژانس لیکي کېدای شي چې د افغانستان په ملي پوځ کې اوس هم ډېرې نیمګړتیاوي شتون ولري خو یوازې به د هغوی شمېر دا د وسله والو طالبانو لپاره ډېره ګرانه کړي چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان حکومت رانسکور کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG