د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې ناقانونه ډلې جلسې او جلسونه ولې کوي؟


مجید بابر - پراګ

له تيرو څو میاشتو راهیسې په پاکستان کې هغه ډلې چې په ۲۰۰۱م کال کې د پوځي واکمن جنرال پرویز مشرف حکومت ناقانونه ګرځولي وې، بيا خپلي سیاسي هلي ځلي پیل کړي دي.

دغه ډلې د دفاع پاکستان کونسل په نوم راغونډې شوې دي د سیند د کراچې او د پنجاب په بيلا بيلو ښارونو کې د غونډو نه پس یې تيره اونۍ د پاکستان په مرکزي ښار اسلام آباد کې هم جلسه وکړه.

ددغه ناقانونه ګرځول شوو ډلو د سياسی هلو ځلو په اړه د امنيتی چارو کار پوه او پخوانی بريګيډیییر محمد سعد وايي، چې دا د رياست کمزوري په ګوته کوي، دده په وینا چې رياست خپل قانون نه شي عملي کولای نو بيا يې ولي نافذوي.

خو پوښتنه دا ده چې ددغه ډلو ټپلو تر شا څوک ولاړ دي که څنګه نو په ځواب کې بريګیډییېر سعد وویل چې په دفاع پاکستان کونسل کې ټولې هغه ډلې ټپلې رایوځای دي چې د پاکستان استخباراتي ادارې او سیکيورټي استبلشمنټ یې تر شا ولاړ دی،او له دې پرته پکې راټول سیاسي کسان لکه شیخ رشید، د پخواني پوځي واکمن ضیاالحق زوی اعجاز الحق او د آی ایس آی پخوانی مشر حميد ګل هم له پاکستان پوځ سره ټينګې اړیکې لري.

د محمد سعد په وينا چونکې دا مهال په پاکستان کي جمهوريت د پياوړتيا په لور ګامونه پورته کوي نو ځکه پوځي استېبلیشمنټ غواړي په راتلونکو انتخاباتو کې دوي د يو پريشر ګروپ په توګه رامنځته کړي. او بله دا چې پوځ ناټو او امريکا ته هم پیغام ورکول غواړي چې په پاکستان کې د هغوی په ضد ولسي کرکه شتون لري.

د پاکستان په سېنېټ کي د داخله چارو د کمېټۍ غړی پروفيسر محمد ابراهيم چې له جماعت اسلامی سره تعلق لري وايي چې دغو ډلو هغه وخت هم خپلې هلې ځلې کولې کله چې پرې پرویز مشرف بنديز لګولي وو، او اوس يې هم کوي. دده په وينا چې دا تش په نامه بندیزونه دي.

د پرویز مشر ف په دور کي په ۲۰۰۱م کال کي کله چې د هند په پارليمان يو بريد وشو او تور يي په وسله والې ډلی لښکر طیبه ولګول شو نو له هغې پس ددغه یادې ډلې په ګډون په جماعت الدعوه، متحده جهاد کونسل، سپاه صحابه، جيش محمد، او يو شمیر نورو جهادي ډلو د حکومت لخوا بنديزونه ولګول شو خو دغو ډلو اوس په نورو نومونو خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړېدي.
XS
SM
MD
LG