د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان : دمېریټ پرته د استاذانو لګولو ضد لاریون


په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د زدکونکیو سازمان پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېش د هغه ۶۰۰ لېکچرارانو د ګمارلو په خلاف لاریون کړی چې د دوی په خبره بې له آزموینو په سپارشونو اخیستل شوي دي.

په لاریون کې یادشوي سازمان تور ولګاوه چې د کنټرېکټ په حساب استاذان لګولو تر شا مقصد دا دی چې خپل نږدې خلکو ته روزګار ورکړل شي او له مېرټ او انصافه سرغړونه وشي.

د پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېش د جنوبي پښتونخوا مشر کبیر افغان له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې له ډېره وخته په صوبه کې د استاذانو کمی وو او دوی په بیا بیا له حکومته غوښتنه کوله چې د استاذانو پوسټونه دې اعلان کړی .خو اوس حکومت پر ځای ددې چې دا پوسټونه د پیبلیک سرویس کمیشن له لارې ډک کړي په خپله د خپلو وزیرانو د خوښې خلک لګوي.دی وايي چې پي اېس آو به کله هم ددې اجازه ورنکړي.

خو د بلوچستان د لوړو زدکړو صوبايي محکمې سیکرېټري اکبر حسین دراني وايي ،په کالجونو کې د اُستاذانو سخت ضرورت دی او د پبلک سروس کمیشن له لاري د هغوی ګمارل کېدل تر یو کال زیات وخت نیسي نو ځکه دوی غواړي چې زر تر ژره استاذان تر یوې ټاکلې مودې پورې په کنټرېکټ حساب پر کارونو وګکاري او بیا به پبلیک سروس کمیشن په مستقل بنیادونو خلکو پر نوکریو ګماري.
XS
SM
MD
LG