د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست تیاتر له پرمختګ سره ستونزې لري


نقیب الله متونوال

په تيرو څو کلونو کې د افغانستان په خوست ولايت کې تياټر پرمختګ کړى او د دې هيواد په کچه يې ښه مقام ګټلى خو د تیاتر اداکاران وایي ، چې دوی وسایل نه لري ، لیکوالان نشته او په خوست کې یوه ښځه ادکاره ( ممثله( هم نشته، چې له دوی سره ټاکلی رول و لوبوي. دوى د دې لپاره له دولته د مسلکي روزنې ورکشاپونو او کورسونو جوړولوغوښتنه کوي.

د خوست تیاتر، د هېواد په نورو ولايتونو او حتی په خلیج هېوادونو کې يې پښتنو مسافرو ته ګڼې تمثيلي پارچې او ډرامې وړاندې کړې دي.

که څه هم تیاتر په خوست کې ډېر ښه شوی خو، د تیاتر ممثلین وایي، چې په دې برخه کې دوى اوس هم ګڼې ستونزې لري.
د خوست د تیاترد ډلې مشرسلطان محمود خیرخواه وایي، چې دوی وسایل نه لري ، لیکوالان نشته او په خوست کې یوه ښځینه ممثله هم نشته، چې دوی سره ټاکلی رول ترسره کړي.

خیرخواه زياتوي:((مونږ په خوست کې ښه تیاتر او اداکاران ( ممثلین )لرو، خو د امکاناتو په حساب و غږيږو هېڅ شی هم نه لرو. دفتر نه لرو، میز او چوکۍ نه لرو، د تیاتر لازم لباس نه لرو او ښځینه ممثلې هم نشته خو بیا هم په تېرو څو کلونو کې موږ د افغانستان په کچه لومړۍ دوهم او دریم مقامونه موترلاسه کړی دی.((

د ښځې رول د خوست د تیاتر یو بل غړی مبارز بیدار تر سره کوي او وايي، چې اوس دا برخه مونږ په دې ډول پوره کړي خو مونږ باید ښځینه ممثلې وروزو او دولت بايد هغوى لپاره د مسلکې زده کړو زمينه برابره کړي :

((هغه رول چې یوه ښځه یې ادا کولای شي په رښتیا سره یې نارینه نشي ترسره کولای خو بیا هم زه چې، کوم د ښځې رول ترسره څوک نه پوهیږي، چې دادې ښځې غږ او کردارنه دی. نو دا برخه مونږ په دې ډول پوره کړي خو تل هم داسې نشو کولای او په دې برخه کې مونږ باید ښځینه ممثلې وروزو او د دې لپاره مونږ مسلکي روزنې، ورکشاپونو او کورسونو ته اړتیا لرو، چې دولت یې باید را سره مرسته وکړي.((

د خوست د تیاترد ستونزو په اړه مو د خوست د اطلاعاتو او کلتور ريیس محمدامین شاه الفت وپوښت، ده وویل چې دوی د خپل وس سره سم خوست تياتر سره مرستې کړي دي.

الفت وویل: (( که څه هم مونږ د ادارې په تشکیل کې د تیاتر څانګه نه لرو خوله وزیرصاحب څخه موغوښتنه کړي، چې مونږ په خوست کې د تیاتر ممثلین لرو نو په دې برخه کې باید تشکیل راته زیات شي؛ خو بیا موهم مونږ د دوی لپاره ځینې ورکشاپونه جوړ کړي، کابل ته موهم لیږلي، دوی ډېر ښه ځلیدلي مډالونه یې راوړي او اوس غواړو، چې ځینې کسان د مسلکي زده کړو لپاره جرمني ته ولیږو. ((

باید وویل شي، چې څو میاشتې وړاندې په خوست کې د یوکلي ځوانانو په خپلو هڅو او لګښت ’’ کلیوالي دې ونه کړه’’ فلم هم جوړ کړی وو، چې ښه هرکلی یې وشو.
XS
SM
MD
LG