د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وګړو زیاتې وژنې: 'وسله والو د جګړې طرز بدل کړی'


کار پوهان وايي وسله والو د جګړې طرز بدل کړی دی او همدا لامل دی چې ولسي وګړي زیات وژل کېږي. دا انځور د ۲۰۱۱ز کال د سپټمبر دی.
کار پوهان وايي وسله والو د جګړې طرز بدل کړی دی او همدا لامل دی چې ولسي وګړي زیات وژل کېږي. دا انځور د ۲۰۱۱ز کال د سپټمبر دی.
بوریوال کاکړ، مشال راډیو

پراګ - د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یا یوناما په خپل رپورټ کې وايي چې د ۲۰۱۰م او تر هغه د وړاندې کلونو په پرتله په ۲۰۱۱م کال کې په افغانستان کې د روانې جګړې پر مهال د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې شمېر زیات شوی دی.

د یوناما دفتر په دې هیواد کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر په نوم هم یادېږي.

د یوناما د رپورټ لنډیز او سپارښتنې په پښتو ژبه دلته ولولئ.

په کابل کې د افغانستان د امنیتي چارو کار پوه محمد اسحاق اتمر د ولسي وګړو د وژل کېدو په شمېر کې د زیاتوالي لامل، په جګړه کې زیاتوالی او د وسله والو طالبانو له خوا د جګړې په طرز کې بدلون بولي.


د انځور لیدلو لپاره ورباندې کلېک وکړئ
د انځور لیدلو لپاره ورباندې کلېک وکړئ
محمد اسحاق اتمر مشال راډیو ته وویل، یو خو مخامخ جګړه ده او په هغه کې هم ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي ، هغه ځکه چې وسله وال طالبان په یوه کلي کې پټ شي او نړیوال او افغان ځواکونه پر هغه کلي بمباري وکړي.

دی وايي، دویمه خبره دا ده چې وسله والو طالبانو له حکومت سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی دی نو ځکه هغوی د جګړې په طرز کې بدلون راوستی او زیاتره د خپل هدف لپاره په داسې ځایونو کې بمونو ږدي چې په نتیجه کې یې عام افغانان وژل کېږي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما رپورټ وايي چې د وسله والو له خوا چې څومره ولسي وګړي وژل شوي دي د هغوی لویه برخه په کور کې د جوړ شوو بمونه ښکار شوي دي.


پر انځور کلېک وکړئ.
پر انځور کلېک وکړئ.
د امنیتي چارو کار پوه محمد اسحاق اتمر وايي چې دا بمونه په پاکستان کې جوړېږي چې د هغه په خبره په جوړولو کې یې له [تورې] سرې څخه هم کار اخیستل کېږي.

محمد اسحاق اتمر زیاته کړه چې په وزیرستان کې د دې لپاره مرکزونه دي او هلته دوی ته د روزنې او افغانستان ته د لېږدولو په برخه کې د ځېنو استخباراتي عناصرو له خوا مرسته ورکول کېږي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسون انتظامي مشر محمد موسا محمودي هم له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په افغانستان کې د تېرو پنځو کالونو په موده کې د ولسي وګړو په وژنه کې کمی نه بلکه زیاتوالی راغلی دی.

د یوناما پوره رپورټ په انګلیسي کې دلته ولولئ.

محمودي په جګړه کې له ښکېلو دواړو غاړو یانې نړیوال او افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو څخه وغوښتل چې د عامو خلکو امنیت او د جګړې اصولو ته دې پام لرنه وکړي.

محمد موسا محمودي هم د وسله والو طالبانو له خوا د جګړې په طرز کې بدلون ته په ګوته نیولو سره مني چې په کور کې جوړ شوي بمونه د ولسي وګړو د وژنې سبب جوړیږي.

هغه وویل په کار دی چې په جګړه کې داسې طرز وکارول شي چې عام وګړو ته په کې مرګ ژوبله کمه واوړي.

د عامو افغانانو تر څنګ افغان ولسمشر حامد کرزي هم په وار وار د نړیوالو ځواکونو له خوا د شپې مهال پر چاپو نیوکې کړې او د هغوی د درولو غوښتنه یې کړېده.
XS
SM
MD
LG