د لاسرسي ځای

تازه خبر

اټومي پروګرام پر مخ بیایو، خامنه اي



د ایران مذهبي مشر وایي، هیواد به یې خپل ايټمي پروګرام پرمخ یوسي.

ایت الله علي خامنه اي د جمعې د لمانځه د خطبې پر مهال وویل، د نړیوالو د ګواښونو سربیره به هم دا پروګرام پرمخ ولاړ شي.

خامنه اي زیاته کړه چې د امریکا له لورې هر راز پوځي برید به ایران نور هم غښتلی کړي او امریکا به وځپي.

((دا ګواښونو خپله د منطقوي مقابلې لپاره د امريکا کمزوری په ګوته کوي.))

د ایران مذهبي مشر زیاته کړه چې له هرې هغې ډلې او ملت سره به ایران مرسته کوي، چې د اسراییل سره مخالفت کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG