د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د ولسي وګړو وژنو کې رېکارډ زیاتوالی


په افغان پلازمېنه کابل کې پر شیعه ګانو د عاشورې پر مهال په ځانمرګي برید کې له ۵۰ زیات کسان ووژل شول. د ۲۰۱۱ز کال د ډیسمبر ۶ مه.
په افغان پلازمېنه کابل کې پر شیعه ګانو د عاشورې پر مهال په ځانمرګي برید کې له ۵۰ زیات کسان ووژل شول. د ۲۰۱۱ز کال د ډیسمبر ۶ مه.
پراګ - ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې له تېرو پینځو کالونو راهیسې د ولسي وګړو په زیاتېدونکو وژنو کې تېر کال رېکارډ زیاتوالی راغلی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت یوناما په خپل جاري شوي رپورټ کې ویلي، تېر کال په هیواد کې ۳۰۲۱ ولسي وګړي وژل شوي دي.

د یوناما په وینا، په دوی کې زیاتره کسان وسله والو وژلي دي.

په رپورټ کې راغلي، په ۲۰۱۰ز کال کې ۲۷۹۰ ولسي وګړي وژل شوي ول.

د یوناما د رپورټ لنډیز او سپارښتنې په پښتو ژبه دلته ولولئ.

په انځور کلیک وکړئ چې پوره یې ولیدلای شئ.
په انځور کلیک وکړئ چې پوره یې ولیدلای شئ.
د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت په دې تازه رپورټ کې راغلي، تر ټولو زیات کسان د ځانمرګو بریدونو، او یا هم د سړک تر غاړې ښخو شویو بمونو له کبله وژل شوي دي چې شمېر یې ۹۶۷ دی.

د یوناما په وینا، په ۲۰۱۱ز کال کې د ۷۷ فیصده ولسي وګړو د وژنو ذمه واره طالبان دي او د ۱۴ فیصده هغو د وژنې تور په ناټو او افغان ځواکونو پورې کېږي.

په دې رپورټ کې راغلي، تېر کال په هیواد کې له ۱۸۵۰۰۰ زیات کسان بې کوره شوي چې دا د ۲۰۱۰ز کال پرتله ۴۵ فیصده زیات دی.

د یوناما پوره رپورټ په انګلیسي ژبه دلته لوستلای شئ

د امریکا په مشرۍ کې له ۴۰ زیاتو هیوادونو په ۲۰۰۱ز کال کې د ترهګرۍ پر ضد په افغانستان کې جګړه پیل کړه چې لا تر اوسه روانه ده.

په ګراف کلیک وکړئ چې پوره یې ولیدلای شئ.
په ګراف کلیک وکړئ چې پوره یې ولیدلای شئ.
د ناټو په بېلا بېلو لویو غونډو کې چې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ز کالونو کې وشوې، دا پرېکړه وشوه چې له افغانستان سره به نړیوالې مرستې روانې وي او تر ۲۰۱۴ز کال پایه به د دې هیواد د امنیت ټولې چارې د دې هیواد خپلو ملي امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي.

هلته، په بېلا بېلو رپورټونو کې دا هم ویل کېږي چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې بهیر روان دی او په افغانستان کې هم د دې هیواد حکومت له یاغیانو سره خبرې کړې دي چې په نتیجه کې یې ډېر طالب یاغیان له حکومت سره یو ځای شوي دي او له تاو تریخوالي یې لاس اخیستی دی.
XS
SM
MD
LG