د لاسرسي ځای

تازه خبر

عیسوي عقیدې په کار کولو کې راسره مرسته کړې، اوباما


د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي چې عیسايي عقیدې او کلکو اخلاقي ارزښتونو ورسره په سپینه ماڼۍ کې د دندې په ترسره کولو کې مرسته کړې ده.

ولسمشر اوباما زیاته کړه چې همدې ارزښتونو د اقتصادي بحران په څېر د ځینو ستونزو په هواري کې ورته لارښوونه کړې ده.

ده وویل: ((دا مسئله د یوه مسیحي په توګه زما لپاره د حضرت عیسا (ع) له دې تعلیم سره هم سمون خوري چې وايي، له هغه چا څخه ډېره تمه کېږي چې ډېر څه ورکړل شوي وي او له دې اسلامي عقیدې سره هم برابریږي چې وايي هغوي چې د خدای رحمت پرې شوی وي مکلف دي چې له نورو خلکو سره مرسته وکړي او هم د یهودیت له دې نظریې سره چې له نورو سره باید له اعتدال او مراعات څخه کار واخیستل شي.))

اوباما دا څرګندونې په واشنګټن کې په هغو مراسمو کې چې ( له سهارنۍ سره یو ځای ) د دعا په نوم یادېږي وکړې.

په دې مراسمو کې هرکال له ټولې امریکا مذهبي مشران ګډون کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG