د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مصر کې د فوټبال د لوبې پر مهال نښتې


د مصر په شمال ختیځ ښار سویز کې پولیسو نن سهار وختي له مظاهره چیانو سره د نښتو په ترڅ کې دوه تنه وژلي دي.

دا مظاهرې له هغې وروسته تر سره کېږي چې د چارشنبې په ورځ د پورت سعید ښار د فوټبال په یوه سټېدیم کې د دوو لوبډلو د پلویانو ترمینځ په نښتو کې ۷۴ کسان ووژل شول.

د صحت د محکمې یوه چارواکي محمد لاشین د دې خبرې پخلی کړی چې دا دوه کسان په ډزو وژل شوي دي. شاوخوا درې زره کسانو د سېشنبې په ورځ د سویز په ښار کې د پولیسو د تاڼې مخې ته احتجاج پیل کړ.

بل پلو په قاهره کې هم پولیسو پر هغو مظاهره چیانو اوښکې بهوونکی ګېس وشیندلو چې د هیواد د کورنیو چارو د وزارت د دفتر پر لور روان وو.

حکومتي ټلویزون ویلي چې په قاهره کې د تشدد په ترڅ کې شپږ سوه اتویشت تنه ژوبل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG