د لاسرسي ځای

افغانستان یواځې نه پرېږدو، راسموسېن


د ناټو مشر اندرې فوغ راسموسېن وايي چې افغان ځواکونه باید د ۲۰۱۳م کال له نیمايي وروسته په ټول هیواد کې د پوځي عملیاتو مشري پر غاړه واخلي.

اندرې فوغ راسموسېن دا څرګندونې پرون په بروکسل کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وکړې. ده وویل: ((موږ افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو سپارل پروسږ کال پیل کړل.

دا بهیر به د ۲۰۱۴ کال ترپایه دوام ولري او موږ هیله من یو چې افغان ځواکونه به امنیتي مسوولیتونه د ۲۰۱۴ کال ترپایه په ټول افغانستان کې پر غاړه واخلي.))

د ناټو مشر یوځل بیا ټینګار وکړ چې د انتقال د بهیر پای ته رسېدل په افغانستان کې د ناټو د ماموریت د پای په مانا نه دي او دا چې د ناټو غړي به افغانستان یوازې پرې نږدي.
XS
SM
MD
LG