بشیر ګواښ، مشال راډیو
پراګ - افغان حکومت وايي دوی په ۲۰۱۳ کال کې د جګړه ييزه عملياتو مشرۍ اخیستلو ته تشويش نه لري؛ او ناټو وايي په افغانستان کې به يې پوځي مشن يا ماموريت تر ۲۰۱۳ کاله پورې ختم نه شي.
تر دې وړاندې د امريکا د دفاع وزير ليون پانیټا ويلي ول چې د ۲۰۱۴ کال د وار د مخه پلان شوي، د بهرنيو پوځيانو له وتلو يو کال وړاندې، یانې په ۲۰۱۳ کې به يې د پوځيانو رول له عملياتي څخه د افغان ځواکونو روزلو ته واوړي؛ خو د ناټو عمومي منشي اندرې فوغ راسموسېن وايي د دوی مشن به په دغه وخت کې ختم نه شي.
که څه هم د افغانستان د دفاع وزارت يوه وياند، دولت وزيري وويل چې افغان ځواکونه اوس هم د ۷۵ فیصده عملياتو مشري کوي خو هغه اندېښنه وښوده چې نړيوال بايد د افغانستان له ملي پوځ سره د درنو وسلو او د لا ښې روزنې په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي.
هغه وويل: ((يو پوځ ځانته په پلي پوځيانو نه وي مشتمل. ښه پوځ هوايي او توپچي قواوو ته هم ضرورت لري، تشویش مو دا دی چې بهرنيان راسره دا مرسته وکړي.))
اژانس فرانس پریس ليکلي چې له وخته مخکې د امريکا د دفاع وزير ليون پانیټا له خوا د خپلو پوځيانو د جګړه ييز رول ژر ختمولو اندېښنې پارولي، خو د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت ويانده ويکټوريا نولينډ وايي امريکا به داسې په ناڅاپي توګه خپل پوځي رول ختم نه کړي.
هغه وايي: ((موږ ټول اړخونه به په دې کار کوو چې د اوس او تر ۲۰۱۴ کاله پورې څه پېښېږي. د پوځي عملياتو د مشرۍ خبره شروع کول او ختمول نه دي بلکې يو بهير دی. او دا په دې پورې اړه لري چې ايا افغانان په داسې حال کې چې د ناټو او ايساف ځواکونو رول یواځې د ملاتړ ځواک په توګه ورسره وي، کولای شي چې د امنيت ساتنې مشري وکړي؟ که کولای يې شي نو دا به کتل غواړي چې کله؟ هيڅوک د افغانستان د امنيت ساتلو د پرېښودلو په اړه نه غږېږي خو بس خبره دا ده چې افغان امنيتي ځواکونه د امنيت ساتلو لپاره روزنه تر لاسه کړي.))
په کابل کې، د پوځي چارو کارپوه جنرل امرالله امان وايي چې افغان ځواکونه نه د امنيت ساتلو جوګه نه دي او نه هم د عملياتو مشري کولای شي.
هغه زياته کړه، د افغانستان پوځ بايد درنې او پرمختللي وسلې ولري کنه نو د امنيت ساتلو جوګه به نه وي.
ياده دي وي چې تر دې وړاندې فرانسې هم ويلي ول چې په افغانستان کې به له ۲۰۱۴ کال له ټاکل شوې نېټې يو کال مخکې خپل جګړه ييز ماموریت پای ته ورسوي.
بيلابيلو رسنيو، د افغان چارواکو له خولې ويلي چې دا وخت د افغان يوځيانو شمير د يونيم لکو په شا و خوا کې دی.
ناټو په افغانستان کې يولک او ديرش زره پوځيان لري.