د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان به بیا هیڅکله د بل برید اجازت ورنکړي


د پاکستان وزیر خارجه حنا ربانی کر
د پاکستان وزیر خارجه حنا ربانی کر
منورشاه - پراګ

پاکستان ویلي امریکا ته خپل هېواد کې د اسامه بن لادن د وژنې په څیر د یو اړخیزه عملیاتو اجازت نه ورکوي او دا چې په دې لړ کې به د پاکستان پارلیمان ډېر زر یوه پوځي پالیسي تیاره کړي.

دا خبرې
د پاکستان وزیر خارجه حنا ربانی کر د تېرې شورو په ورځ یوې امریکايي مجلې ټایم مېګزېن سره د مرکې پرمهال کړي. نوموړي ویلي چې په هېواد کې یې د کوم ډول عملیاتو لپاره فېصله کول د پارلیمان اختیار دې.

دا خبره وړاندې هم پاکستان په څو څو واره کړې ده خو پوښتنه دا ده چې آیا پاکستان دومره توان لري چې دامریکايي عملیاتو مخ نیوې وکړي؟ په دې اړه کابل کې د پاکستان پخوانې سفیر رستم شاه مومند وايي پاکستان د اقتصادي او پوځي ضرورتونو له وجې نشي کولای چې دا ډول خبرې عملي کړي.

د پاکستان سیاسي حکومت دومره توان او استعداد نه لري چې د امریکا به وړاندې ودریږي، دا خبرې د خپل ولس د نفرت اوغصې سړولو او د حکومت مخالفه ګوندونو د تنقید نه بچ کیدو لپاره کوي. ممکنه ده چې پاکستان به ډېر زر امریکا سره خپله همکاري بحال کړي.

د پاکستان او امریکا تعلقات چې د وړاندې نه د کړکیچ ښکار وو د تېر کال د نومبر د میاشتې په شپږویشتمه نیټه په مومند ایجنسۍ کې د نیټو په برید کې دڅلیریش پاکستانی پوځیانو د وژل کیدو وروسته دغه کړکیچ لا هم پسې زیات شوې.

دټایمز میګزېن په دې پوښتنه چې پاکستان په دې لړ کې کوم حد په پام کې نیولې دې؟ حنا رباني کر ویلي چې یواړخیز ګامونه لکه د اسامه بن لادن د وژنې عملیات او یا په مومند ایجنسۍ کې د سللا برید، په یو حال کې او هیڅ کله هم نه بردادشت کوي.

بلخوا که څه هم په پاکستان وخت په وخت د تره ګرو ډلو سره د مرستو تورونه لګوي خو د تره ګرۍ پر ضد جنګ کې د امریکا یو مهم ملګرې هېواد دې.

په داسې حال کې چې ولس یې د امریکا خلاف شدید نفرت لري او له وجې یې حکومت د مشکلاتو ښکار کیږي، امریکا به د پاکستان سره همکارۍ ته د وده ورکولو لپاره ګامونه پورته کړي او که څنګه؟ په دې پوښتنه رستم شاه مومند وايي دا ډول حالات زیاتره وخت د سیاسي او سفارتي لارو په ذریعه سمول کیږي.

دا مسله به په خبرو اترو هواره شي ممکنه ده چې امریکا به ومني په خپلو بریدونو کې به نور ډېر احتیاط کوي، د نیټو لپاره سامان وړلو باندې به ټیکس ومني ددې ترڅنګه ممکنه ده چې د پاکستان لپاره ځنډول شوې اقتصادي مرستې بهال کړي، او امریکا دا هم کولې شي چې د افغانستان په سوله کې به پاکستان ته کردار ورکړي، دې څو خبرو باندې به پاکستان بیا د امریکا سره دوړاندې په څیر همکاري شورو کړي.

یاده دې وي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د پاکستان او امریکا اړیکې مخ په خرابیدو دي او د پاکستان ولسي حکومت په ظاهره دا فیصله کړې چې د امریکا په اړه خپلې پالیسۍ ته بیا کتنه کوي، او دا پالیسي به د پارلیمانی تجویزونو په رڼا کې جوړولې شي.
XS
SM
MD
LG