د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د جعلي دوایانو کاروبار


د یو، دوه او درې نمبر دوایانو په اړه څېړنیز راپور

نیازموساخېل،کوټه

په بلوچستان کې خلک وایي،د جعلي او بې معیاده دوایانو کاروبار خورا زیات شوی،خو هیڅوک نه مالومېږي،چې د دوی په وېنا،خلک په دغه لړ کې له بدو حالاتو راوژغوري او د جعلي کاروبار مخه ونیسي.د سیمې یو اوسېدونکی قیام الدین وایي،له تېرې څه مودې څخه بې میعیاده او جعلي دوایانې پر مېډیکل سټورو خرڅېږي.

٫٫خلک ساده او بې تعلیمه وي.دوی ته درک نه ورکوي او نه دوی تر چا ږغ رسوي،نه پوښتنه،چې کومه دوا چې دوي استعمالوي،هغه څه قِسمه ده؟چا جوړه کړې؟څنګه یې جوړه کړې او د چا لا لاري دلته خرڅېږي؟٬٬

د کوټې اوسېدونکۍ محمد اکرم وایي،په جعلي او بې معیاده دوایانو کې د مېډیکل سټورونو خورا زیاته ګټه وي،ځکه دوی د پېسو په لالچ کې داسې کار کوي

٫٫زما یو ورور دی.د هغه یو چاپ چلونکی شناخته دی .یو څو ورځې مخکې هغه سټور والا زما ورور ته بېخي زیاتې دوایانې ښکاره کړې او ورته ویلي وېلې چې دا جعلي (دو نمبر) دوایي ده او دوي یې ځکه خرڅوي چې پکې ګټه تر لس چنده هم سیوا ترلاسه کېږي.هغه ورته وېلې،که اصلي دوایي،کمپنۍ دوي ته په ۵۰ روپۍ ورکوي،هغه دوي زیات نه زیات تر اتیا روپو پوري خلکو ته ورکوي،خو کومه دوایي چې دوه نمبره وي،هغه دوی په ۵۰ روپۍ له کمپنۍ واخلي او پر خلکویې په ۲۰۰ او یا نور هم زیاتې بییې خرڅوي. ٬٬

دغه کس زیاتوي،څوک د دوایانو د څار لپاره نه راوځي،ځکه خو نو خلک له دوایانو د فایدې پر ځای،تاوانونه تر لاسه کوي٫٫یو سړۍ د سر خوږ لپاره ګولۍ واخلي،نو پر ځاۍ د دې چې سر درد یې ورکم کړي،پر ځیګر،معدې او پوښتورګو، بد اثرات واچوي،ولې چې هغه جعلي دوا وي.تر اوسه ما څوک نه دی لیدلې،چې هغه به د معاینې یا څارنې لپاره بازارو ته راوتلي او مېډیکل ستورونه یې کتلي.٬٬

هلته د یو مېډیکل سټور مشر،کامران میکاییل بیا پر دوي لګېدلې تورونه نه مني.دۍ وایي٫٫په قسط یو څوک هم ٫٫دوه نمبر٬٬ دوایي نه خرڅوي.ګوره،آخر زه هم انسان یم،چې په دې خبر یم،دا دوایي بې میعاده او جعلي ده،نو څله به یې خرڅوم.بل دا چې ساده خبره ده،کومه دوایي چې د کمپنۍ له اړخه ذمه واري (ګارنټي) لري،هغه دوا جعلي نه وي،خو کومه دوا چې یې نه لري،هغه واقعي جعلي وي.بیا به هم دا ووایم،چې زما د مالوماتو تر مخه،داسي څوک به نه وي،چې جعلي دوایي به خرڅوي.٬٬

حکومت د دوایانو د څارنې لپاره،د دوایانو څارونکي یا ٫٫ډرګ انسپکټرز٬٬ په هره ضلع کې په کار ګمارلې.یو ډرګ انسپکټر محمد فهیم مشال ته ووېل،دوي همېش دوایانې تر خپلو سترګو او پام لاندي ساتې او چرته چې هم د خلکو له خوا شکایت راسي،هلته ورځي او دوایانې د ټېسټ لپاره لیبرټریو ته لېږي.که کومه دوایي،جعلي ثابته شوه،د هغه په تور د هغه ځاۍ مېډیکل سټور چلوونکي د قانون منګولو ته سپاري.

خو د سیمې یو بل کس،چې نوم نه څرګنده وي،د ډرګ انسپکټر دا ادعا نه مني.دی وایي،که څه هم په قانون کې د دوی دغه کار دی،خو له بده مرغه دوی یې په صحیح توګه نه کوي

٫٫په اصل کې داسې تورونه هم نیمه خلک کوي،چې په زیاتره سیمو کې ډرګ انسپکټرز هم له مېډیکل سټورونو او کمپنیو سره په ګټه کې شریک وي او دا رنګه کیسه په خاموشۍ سره پر مخ روانه وي.٬٬

یاده دي وې،په لاهور کې د دوایانو له وجې د انساني تلفاتو د قضییې له څرګندېدو وروسته،په بلوچستان کې هم د خلکو له خوا پر دوایانو نیوکې زیاتې شوي او دلته هم د یو راپور له مخې،حکومت د دوایانو د غوره څار هڅې پېل کړي.د سیمې خلک وایي،حکومت دي په دغه لړ کې کوټلي ګامونه واخلي او هغه خلک چې د دوي په وېنا،د دوی له روغتیا سره لوبې کوي،د قانون منګولو ته دې وسپارل.
XS
SM
MD
LG