د لاسرسي ځای

دپاکستانیو مصنوعاتو اروپا ته لاسرسی،پښتونخوا ته څه ګټه لري؟


ریاض ګل - اسلام آباد

د پاکستان د اقتصاد د ښه کولو لپاره اروپايې ټولنه په راروان سپرلي کې د رختونو یا کپړو پر مصنوعاتو د محصول په کمولو سره شپاړس میاشتي وړاندې کړې خپله وعده پوره کوي.

په دوه زره لسم کال کې په پاکستان کې راغلیو سيلابونو ددغه هيواد اقتصاد ډير اغيزمن کړی وو نو ځکه اروپايې ټولنه د خير سګالي په توګه پاکستان ته پراخ بازار ته پر لاس رسي سلا شوې ده.

ددې دوه کلني تجارتي رعايتونو څخه برسلز په داسي حال کې له پاکستان سره د اړيکو د ښه کېدو هيله کوې چې د امريکا او پاکستان ترمينځ اړيکې ډير خراب دي.

درختونو مصنوعات چې د پاکستان د برآمداتو شپيته فيصده دې په اړه يې پاکستان له مودې راهيسي غربي هيوادونو رضا کوي چې خپلو بازارونو ورته په پراخه کچه پرانیزي.

خو د اروپايي ټولنې له دې پرېکړې به خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو ته څه ګټه ورسېږي په دې باب د خيبر پښتونخوا د چيمبر اف کامرس له پخواني مرستیال مشر محمد اسحاق وايي چې هغوی ته یې هيڅ ګټه نه رسي، ځکه چې په دې مصنوعاتو کې رختونه (کپړا) او پيزار شامل دي چې په دغه سیمو کې یې نه کارخانې شته او نه هم او نه هم پيزار جوړېږي.

هغه زياته کړه ، حکومت نه غواړي چې په پاکستان کې کارخانې اولګېږي او په دې مقصد یې په کارخانو ګيس او بجلي کم کړی دی.

بلخوا د اقتصادي چارو کارپوه اکرام هوتي وایي چې د اروپايي ټولنې پر دې فیصلې به عملدرامد ډېر وخت واخلي،نو بیا کېدای شي چې په آینده کې یې ګټې ولیدل شي.
د اکرام هوتي په خبره چې په يوه سيمه کې امن هله راځي چې کله خلکو ته روزګار برابر شيونو پکار دا ده چې حکومت جنګ ځپلو سيمو کې د روزګار موقعې پيدا کړي .

دی زياتوي چې په دې لړ کې د پاکستان او امريکا تر منځ بعضې لوظنامې هم شوېدي خو د دواړو ملکونو په يو بل د بداعتمادۍ له وجې دغه تړونونه نه دې عملي شوي.دده په خبره چې پاکستان او امريکا باید خپلو کې تعلقاتو ته وده ورکړي .
XS
SM
MD
LG