د لاسرسي ځای

تازه خبر

مصر:د فټپال لوبه کې له بلوو وروسته درې ورځنۍ ویر


مصر : د پورټ سعید لوبغالي کې د بلوه ګروه لخوا د اورلګېدو وروسته د فټبال مېنوال په منډو دي.د فبرورۍ لومړۍ نېټه ۲۰۱۲۱م کال
مصر : د پورټ سعید لوبغالي کې د بلوه ګروه لخوا د اورلګېدو وروسته د فټبال مېنوال په منډو دي.د فبرورۍ لومړۍ نېټه ۲۰۱۲۱م کال

د مصر واکمنې پوځي شورا تر هغه وروسته په هيواد کي درې ورځنۍ وير اعلان کړی چې د هيواد په پورټ سعيد سيمه کې د چارشنبي په ورځ د فټ بال تر لوبي وروسته په بلوو کې لږ تر لږه ۷۴ کسان وژل شوي او څه ناڅه یو زر تنه ژوبل شوي دي.

ويل کيږی چې په وژل شوو کسانو کې ځيني امنيتي غړي هم وو. ډاکتران وايي ځيني کسان د چاقو ګانو په وهلو وژل شوي دي.

د مصري امنیتي چارواکو په خبره ګن خلک په ټېل ماټېل کې تر پښو لاندې شوي دي.

په پورټ سعيد کي د تشدد پيښې هغه وخت رامنځ ته شوې کله چې د ال مصري په نوم د مصر فټ بال لوبډلي ال اهلي نومي لوبډلي ته په درې يو ماته ورکړه.

د ټيلی وژن نيغ په نېغه عکسونه ښيي چې د ال اهلي فټ بال لوب ډلي مينه والو په سټيډيم کې په لوبغاړو پسي منډې وهلې.

بلخوا په قاهره کې چارواکو په پورټ سعيد کي د بلوو له کبله تر هغه وروسته لوبه وځندوله چې قهرجنو نندارچېانو سټيډيم ته اوور ورته کړ.

راپورونه وايي چې مصریان د فټبال لوبو سیالیو کې د سختو بلوګرو تاریخ لري.

سرکاري ټېلي وژن وايي د مصر فټ بال فېډريشن د فټ بال ټورنانمنټ لوبي تر نامالومه مودې پورې ځنډولې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG