د لاسرسي ځای

پر پاکستان وزیراعظم فردجرم لګول کېدای شي


د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني

د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني

د پاکستان سپريم کورټ د توهين عدالت په کيس کې د هيواد وزيراعظم يوسف رضا ګيلانى د روانې مياشتې پر ١٣مه نېټه عدالت ته را بللی دی.

د پاکستان سپريم کورټ ٧ رکني بنچ چې مشري يې جسټس ناصرالملک کوله په خپله مختصره فيصله کښې وويل چى وزيراعظم د سپريم کورټ پر فيصلې په عمل نه کولو سره توهين عدالت کړی دی چې له کبله کېدای شي وزیر اعظم د فبرورۍ په دیارلسمه په رسمي توګه مجرم وګڼل شي.

د وزيراعظم وکيل اعتزاز احسن خبريالانو ته ويلي چې امکان شته چې د دې فيصلې په ضد دوی په عدالت کې درخواست جمع کړي.

که چېري وزيراعظم په رسمي توګه د توهين عدالت په کېس کې مجرم وګڼل شي نو له خپلي څوکۍ څخه پر لېرې کېدو سربېره نوموړي ته د شپږو مياشتو د بند سزا اورول کېدای شي.

وړاندي عدالت حکومت ته حکم کړی و چې سويس چارواکو ته د ولسمشر زرداري د درغليو د کېسونو د بيا پرانستلو په اړه خط وليکي خو وزيراعظم له دې امله له خط ليکلو څخه انکار وکړی چې تر آيين لاندي ولسمشر ته استثنا تر لاسه ده او تر څو چې هغه پر دې څوکۍ وي د هغه په ضد مقدمه نشي چلول کېدای.
XS
SM
MD
LG