د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا : په لکي مروت کې درې پولیس سرتېري وژل شوي


په لکي مروت کې د وسله والو په بريد کې درې پوليس وژل شوي او يو زخمی شوی دی.
د چارواکو په وينا پيښه تېر ماښام د شهباز خيلو په سيمه کې د پوليسو د ګزمې پر وخت رامنځ ته شوه. د لکي مروت پوليس هيډکوارټر ډي، ایس، پي سيد نواز د پيښي پخلی کړی او وايي چي د پلټني عمليات يې پيل کړي دي.

تحريک طالبان پاکستان د دې بريد ‌ذمه واري منلې ده.

د يو بل خبر تر مخه چارواکي وايي د ټانک ضلعې سره نيزدې له عمر خان کلي څخه نامعلومه وسله والو د نعمت خيل امن کميټۍ پنځه کسان تښتولي دي. د دې پيښې پړه لا تر اوسه چا په غاړه نه ده اخيستي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG