د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د طالب بندیانو د امکاني خوشي کېدو پخلی کړی


د کیوبا په یوه ټاپو ګونتانامو کې امریکايي زندان
د کیوبا په یوه ټاپو ګونتانامو کې امریکايي زندان

ايسوشي اېټډ پرېس خبري اژانس ليکي، د امريکا استخباراتي چارواکو ويلي چې کېدای شي امريکا د سولي د خبرو اترو لپاره په ګوانتامو کې بند يو شمېر طالب بنديان خوشي کړي او دريم هيواد ته يې ولېږي چې دا ډول له دوی سره د سولې په اړه خبري اتري وشي.

د امريکا د ملي استخباراتو رييس جيم کلېپر کانګرېس ته د نهې په ورځ وويل چې تر اوسه دا پرېکړه نه ده شوې چې پنځه لوړ پوړي طالب بنديان به د سولي د خبرو اترو لپاره بل هيواد ته ليږي. کلېپر او د سي آی اې مشر ډېوډ پټرياس د اوباما انتظاميې د هغي خبري ترديد ونکړی چې دريم هيواد ته ته د پنځو طالب بنديانو پر لېږلو غور کېږي. تر دې وړاندي امريکايي چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط ويلي وو چې پر داسي يو وړانديز غور کېږي چې طالب بنديان به قطر ته ولېږل شي چېري چې به په افغانستان کې د لس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره له دوی سره خبرې اترې وشي.

ايسوشي اېټډ پرېس ليکې، هغه طالب بنديان چې دريم هيواد ته يې د لېږلو خبره کېږي، هغه وخت ونيول شول کله چې امريکا پر افغانستان بريد وکړی او په ۲۰۰۱م کال کې يې د طالبانو حکومت ړنګ کړی. دغه طالبان د دې لپاره قطر ته لېږل کېږي چې د ګوانتانامو په پرتله به آزاد وي او په خبرو اترو کې به په لوی زړه برخه واخلي.

افغان ولسمشر حامد کرزی هم د طالب بنديانو د خوشي کولو د پلان ملاتړ کوي چې دا ډول له دوی سره د سولي په اړه خبرې اترې وشي خو نوموړی په لومړي سر کې د افغانستان پر ځای قطر ته د دې بنديانو د لېږلو په اړه ډېر خوښ نه و . د افغان چارواکو له وينا سره سم له دې پلانه دا څرګندېدل چې په دا موضوع کې د افغانستان واک کم کړي. په همدې خاطر ولسمشر کرزي په لومړي سر کې خپل سفير له قطره را وغوښتی.

بلخوا د کانګرېس يو شمېر غړي د طالب بنديانو د خوشي کولو مخالفت کوي. کانګرېس په دې لړ کې داسي يو شمېر قانوني خنډونه را پورته کړي دي چې د سولي پروسه به ورو او پېچلې کړي. د ريپبليکن ګوند يو شمېر غړي د سپيني ماڼۍ پر ډيموکراټو ټينګار کوي چې تر هغه وخته دي بنديان په ګوانتانامو کې وساتي تر څو دښمني يا جګړه پای ته نه وي رسېدلې. يو امريکايي چارواکې په دې اړه وويل، که چېري طالبان د خبرو اترو له لاري جګړه پای ته رسول غواړي نو بيا موږ کولای شو چې د دوی بنديان بل هيواد ته ولېږو.

په دې لړ کې زياته اندېښنه د ملا نورالله نوري په اړه څرګنديږي چې په ګوانتانامو کې د امريکايي پوځ په اسنادو کې يو تر ټولو مهم طالب کومندان دی. نوموړی د طالبانو په وخت کې د افغانستان په دوو شمالي ولايتونو کې ګورنر پاته شوی دی او پر ده دا تور دی چې د زرګونو شيعه ګانو د وژلو امر يې ورکړی و.

بلخوا د سي آی اې مشر ډېوډ پيټرياس په دې اړه وايي، د ده کارمندانو پر بېلا بيلو لارو چارو غور کړی چې طالب بنديان د افغانستان او پاکستان پرته بل کوم هيواد ته ولېږي. کارمندان کېدای شي ژمنتيا وښيي چې په کومو هيوادو کې د خوشي شوو طالبانو په غوره توګه څارنه کېدای شي چې دا ډول يو ځل بيا دوی د ياغيتوب لاره خپله نکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG