د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې سوله راتلای شي ؟؟؟؟؟؟؟


مجید بابر ـ پراګ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزيره حنا رباني کر دا مهال د کابل په يوه ورځنۍ دوره ده، د څېړونکو په نظر ددې سفر موخه ددواړو هيوادونو تر مینځ ساړه تعلقات تودول دي.

د مشال ريډیو په یوه خپرونه ؛ د مشال تر رڼا لاندې بحث؛ کې پخواني افغان ډیپلو ماټ او د بهرنو چارو کار پوه احمدي سعید ادعا وکړه چی پاکستاني وزير اعظم يوسف رضا ګیلانی کابل ته په خپل روستي سفر کې افغاناولس مشر حامد کرزي ته ويلي ول چې که افغانستان د پاکستان څلور خبرې ومني نو دا بیا د هغه(ګېلاني) ذمه واري ده چې په افغانستان کی به یو ؛ ډز؛ هم نه کېږی.

د سعيدي په خبره هغه څلور خبری دا دي.

۱: افغان پارليمان دې پريکړه وکړي چې د ډيورنډ کرښه د دواړو هيوادونو تر مينځ نړۍ واله پوله ده.

۲: افغانستان دې خپل روابط له هند سره د پاکستان په شرايطو برابر کړي.

۳:د پښتنو او بلوڅو په اړه به افغانستان په نړیواله کچه هیڅ خبره نه کوي.

۴: او افغانستان چې له هر يوه هيواد سره روابط غواړی بايد د پاکستان سره مشوره وشي.

بله خبره چې احمد سعيدی وکړه هغه دا چې، د جهاد او آزادۍ جنګ ته پښتانه ولې هڅول کېږی، هغه پوښتنه راپورته کړه چې نه خو سند ۍ جهادی شته ، نه بلوڅ، نه هزاره، نه سرايکی او نه بل يو قوم نو ولې یواځې پښتانه.
XS
SM
MD
LG