د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له افغانستان سره خپل اړیکي پراخول غواړي.کر


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کر له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ګوري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کر له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ګوري.
د افغانستان ولسمشر حامدکرزي، نن غرمه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرې حنا رباني کر سره وکتل.

د افغانستان د جمهوري ریاست له خوا په خپرې شوه خبرپاڼې کې راغلي چې په دغه کتنه کې چې د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمي رسول هم ګډون کړی و، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پراخولو، د سولې بهیر او په سیمې کې د ترهګرۍ د ورپېښو ګواښونو په اړه خبرې اترې وشوې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیری له خپل افغان سیال سره په ګډه یوې خبري غونډه کې ګډون وکړ.پر دې مهال حنارباني وویل چې له افغانستان سره د خپلو اړیکو د لاپراخولو په نیت دې هواد ته راغلې ده.

افغانستان د بهرینو چارو وزیر ډاکتر زلمي رسول ددواوړ هیوادونو ترمنځ د ښو اړیکو پرپیاوړتیا ټینګار وکړ.

هغه وویل ،بې له شکه چی دا رنګه ریښتینې او ګډې عملي هڅې کولې شي په دواړو هیوادونو کې د سولې د راوستو سبب شي او ددواړو هیوادونو خلک د دې خبرې غوښتونکي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیری د خپل سفر پر مهال د افغانستان ولسمشر ته بلنه ورکړه چې د پاکستان افغانستان او ایران په هغه درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي چې د روانې فبرورۍ میاشتې په نیمایي کې به په پاکستان کې جوړه شي.

په همدې ډول د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې ژمنه وکړه چې هېواد به یې د افغانستان د سولې له بهیر سره په هراړخیزه توګه همکاري وکړي.

د افغانستان ولسمشر حامدکرزي له حنا رباني کر سره د لیدو پر مهال وویل چې پاکستان د افغانستان د سولې په بهیرکې ګټور رول ترسره کولای شي.

حامدکرزي وویل چې په افغانستان او پاکستان کې نا امني د دې لامل شوې ده چې خلکو ته سخت زیانونه رسیږي او دواړه هېوادونه له لازم پرمختګ څخه شاته پاتې شي.
XS
SM
MD
LG