د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډرون څه دي او د څه لپاره کاريږي؟


د پریډېټر په نامه ډرون الوتکه
د پریډېټر په نامه ډرون الوتکه

د امريکا ولسمشر باراک اوباما په لومړي ځل د سېشنبې يا نهې په ورځ په پاکستان کې پر ترهګرو د بريدونو لپاره د ډرون يا بې پايلټه الوتکو استعمال ومانه. ډرون چې په بريدونو کې يې د طالبانو او القاعده ډلې ځينې مشران وژلي دي، څه شی دي؟ څوک يې جوړوي او څنګه؟ دا پوښتنې د مشال ريډيو د خبر مرکزي څانګې په دغه راپور کې ځواب کړي دي.


ډرون څه دي او د څه لپاره کاريږي؟

ډرون بې پايلټه الوتکې دي چې د کمپيوټر او يا هم ريموټ کنټرول له لارې اداره کيدای شي. ډرون الوتکي په هر شکل، هر سايز او هر ډيزان کې راځي. که څه هم ډرون د پوځي عملياتو لپاره ډيرې کاريږي خو د ساينسي، ولسي او صنعتي برخو د ارزولو لپاره هم کاريدلای شي.

په دې وروستيوو کې ډرون الوتکې په خبرونو کې ډيرې یاديږي. ولې؟

ډير هيوادونه ډرون الوتکې کاروي او له دې امله ډيرې کاريږي چې د ټکنالوژۍ له مخې ډيرې پرمختللي دي او د استخباراتي معلوماتو د راټولولو کار په ښه توګه کوي. همدا وجه ده چې ولسي وګړو ته د امکان تر حده پورې د کم زيان رسولو ترڅنګ د مهمو هدفونو په نښه کول ورته اسانه دي.
دا هم ډېره پرمختللې ډرون الوتکه ده چې ایراني چارواکو د دوی له فضايي حریمه د وتېرېدو وروسته راکټه کړه او لا هم له دوس سره په ولکه کې ده.
دا هم ډېره پرمختللې ډرون الوتکه ده چې ایراني چارواکو د دوی له فضايي حریمه د وتېرېدو وروسته راکټه کړه او لا هم له دوس سره په ولکه کې ده.

د باراک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال امريکا د پاکستان او افغانستان پر پولو د ياغيانو او القاعده ترهګرو پر ضد ډرون بريدونه په لويه پيمانه کارولي دي. د غير رسمي شميرو ترمخه په ۲۰۰۹ کال کې په قبايلي سيمو کې پنځ څلويښت (۴۵) ، په ۲۰۱۰ کال کې يوسل او يو (۱۰۱) او يه ۲۰۱۱ کال کې څلور شپيته (۶۴) ډرون بريدونه شوي دي.

د رپورټونو ترمخه د ۲۰۱۱ کال د مئ په مياشت کې د پاکستان په ایبټ اباد کې د القاعده د مشر اسامه بن لادن د وژلو په عملياتو کې ، د ډرون الوتکو په مرسته ترلاسه شوو معلوماتو ډير رول لوبولی وو. همداراز په صوماليه کې د ياغيانو او په يمن کې د القاعده د غړو خلاف په برياليتوب سره کاريدلي دي. په دې وروستيوو کې امريکايي چارواکو ويلي چې ډرون الوتکې يې په عراق کې خپلو سفارتکارانو د حفاظت لپاره هم کارولي.

کوم هيوادونه ډرون الوتکې جوړوي او څومره بيه لري؟

د دنيا ډير هيوادونه د ډرون الوتکو د جوړولو کوښښ کوي خو په دوی کې ډير شمير يې د ټکنالوژۍ له مخې کمزوري وي او يا هم په ټينګه د ولسي موخو لپاره کاريږي. امريکا او اسرايل پوځي ډرون الوتکو جوړونکي په نړۍ کې تر ټولو ډير مهم دوه هيوادونه دي. امريکا چې تر ټولو ډيرې ډرون الوتکې کاروي، د پريډيټر (Predator)په نامه ډرون جوړه کړه چې پر يوه يې له څلور نيم ميلينه څخه تر يوولس ميلينه ډالرو پورې لګښت راغلی . همداراز له دې پرمختللې د ريپير (Reaper) ډرون الوتکه ده چې په ديرش ميلينه ډالرو جوړه شوي. دا تر ټولو ښې ډرون الوتکې ګڼل کيږي.

امريکا لس کاله وړاندې پنځوس ډرون الوتکې درلودې خو اوس اوه زره لري او د ۲۰۱۲ کال په بجټ کې يې د ډرون لپاره د پنځه بيلينه ډالرو غوښتنه هم کړي.

د يادونې وړ ده چې اسرايل د نړۍ لومړی هيواد دی چې د ۱۹۷۳ کال د اسرايلو او عربو ترمنځ له جګړې وروسته يې د پوځي ډرون الوتکو په جوړولو لاس پورې کړ. اسرايل د ۳۵ ميلينه ډالره په ارزښت ډيرې لويې او پرمختللي ډرون الوتکې هم جوړې کړي دي. همداراز اسرايل په نړۍ کې تر ټولو ډيرې الوتکې په نورو هيوادونو پلوري.

ايران هم ويلي چې ډرون الوتکې يې جوړې کړي. د دې ترڅنګ هند او پاکستان هم وايي چې د ډرون الوتکو د جوړولو وړتيا لري. چين او روس هم د ډرون الوتکو د جوړولو هڅې کړي خو د ټکنالوژيکو او د استخباراتو د راټولونې د ناکاميوو له وجې يې دا پروګرام محدود دی.
XS
SM
MD
LG