د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستان سره اروپايي رعایتونه



د سيمي حالات د نړۍ مطبوعاتو کې یوې برتانوۍ ورځپاڼي فاینانشل ټائمز د پاکستان د اقتصاد د ښه کولو لپاره د اروپايې ټولني د تجارتي رعایتونو، او هم د برتانوي ورځپاڼي ګارډين له افغان طالبانو سره په خبرو اترو کې د شته بې باورې په اړه لیکنې کړې دی.

فاینانشل ټائمز وايې د پاکستان د اقتصاد د ښه کولو لپاره اروپايې ټولنه په راروان سپرلي کې د رختونو یا کپړو پر مصنوعاتو د محصول په کمولو سره شپاړس میاشتي وړاندې کړې خپله وعده پوره کوي.

ورځپاڼه زياتوي په کال دوه زره لسم کې په پاکستان کې راغلیو سيلابونو ددغه هيواد اقتصاد ډير اغيزمن کړی وو نو ځکه اروپايې ټولنه د خير سګالي په توګه پاکستان ته پراخ بازار ته پر لاس رسي سلا شوې ده.

ددې دوه کلني تجارتي رعايتونو څخه برسلز په داسي حال کې له پاکستان سره د اړيکو د ښه کېدو هيله کوې چې د امريکا او پاکستان ترمينځ اړيکې ډير خراب دي.

درختونو مصنوعات چې د پاکستان د برآمداتو شپيته فيصده دې په اړه يې پاکستان له مودې راهيسي غربي هيوادونو رضا کوي چې خپلو بازارونو ورته په پراخه کچه پرانستي.

د شوې معاملې له مخي به اروپايې ټولنه په اويا توکو چې په کې زياتره د رختونو یا کپړې مصنوعات دي محصول لری کوي.

هند هغه يوازينی هيواد وو چې ددې پلان مخالفت يې کړی وو خو له کله چې دواړو هيوادونو د اړيکو د ښه کولو لپاره ځينی ګامونه پورته کړي نو هند پرخپلو اعتراضونه لږ خاموشه شوی دی.

دا ډول د نورو هيوادونو د اعتراضونو د ختمولو لپاره خپله اروپايې ټولني کار کړی. د فاینانشل ټائمز په خبره د اروپايې ټولني دا تجارتي ګامونه د پاکستان د اقتصاد لپاره يو ښه څرک دی.

بل خوا د برتانيې ورځپاڼي ګارډين له افغان طالبانو سره په خبرو اترو کې د شته بې باوری په اړه مقاله ليکلې. ليکواله نوشين ارباب زاده ليکې د نيټو او افغان ځواکونو ترمينځ شکونه په پراخه کچه موجود دي خو د اشغال رشتونې بيه د افغانانو په مينځ کې په بې باوري تمامه شوې.

ليکواله پوښتنه راپورته کوې چې آیا په رښتيا هم بهرنيان پر افغانانو باور کولا ی شي. بيا خپله وايې هو ځکه يې کولای شي چې دوی د افغانانو لپاره د قوت او پيسو سرچينه دي نود بهرنيانووژنه به ورسره کومک و نکړي.

د نوشين ارباب په وينا تر څو بهرنيان هلته وي نو په طاقت او پيسو کې به عامو افغانانو ته هم د برخې ترلاسه کېدو موقع په لاس ورځي.

یعني د ليکوالې په وينا که يو افغان يو بهرنی وژني نو ددې معنی داده دی د خپل ښه ژوند موقع وژني.



د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG