د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان میشتي افغان کډوال په وطن کې سوله غواړي


د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې د یوې مدرسې طالبان افغان کډوال له یوه نانوايي وړیا ډوډۍ ترلاسه کوي.
۱۶ اکتوبر ۲۰۰۹م کال
د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې د یوې مدرسې طالبان افغان کډوال له یوه نانوايي وړیا ډوډۍ ترلاسه کوي. ۱۶ اکتوبر ۲۰۰۹م کال
خدای نور ناصر- کوټه

له تیروڅه باندې دریو لسیزو جګړې وروسته د افغان حکومت ،طالبانو او امریکا ترمنح په عربي خلیجي هیواد قطر کې پېلېدونکې خبرې په پاکستان کې میشت افغان کډوالو ته د خوشالۍ څرک ښکاري.

د خیبرپښتونخوا د ازاخیل افغان کډوالو پنډغالي اوسېدونکی زېباڼه چې د ژوند ډېره برخه يې د کډوالۍ په ژوند کې تیره شوې.وايي ددې ژوند هره شېبه يې له ډېرو ډېرو غمونو ډکه ده. سپین سرې زېباڼې مشال راډيو ته وویل

؛د مهاجرۍ په دې ژوند کې د سړک پر غاړه پراته يو. عزت او ابرو مو خوندي نه دي. د خوراک څښاک لپاره هم هیڅ نه لرو. خاوند مي سپین ږیری دی. ماشومان مې کم دي. ډېر له ستونځو ډک دی دا دمهاجرت ژوند؛


د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په شمول په سندهـ کې هم په لکونو افغانان د کډوالۍ ژوند تیروي. په کراچۍ کې ددې کډوالو يو مشر عبدالله وايي، د مهاجرت په ټول ژوند کې يې تر ټولو لویه ارزو دا وه، چې وطن يې جوړ شي. او د جګړي پرځاي ټول خبرو ته کېني.
عبدالله په خپلو خبرو کې وویل

؛دا اوسنۍ خبرې چې کېږي ډېر ښه کار دی. ځکه چې طالبان هم زموږ وروڼه دي. او باید خبرې ورسره وشي؛

د خیبرپښتونخوا د ازاخیلو افغان کډوالو يو تن ابراهیم مجاهد وايي، د وطن هره شخړه په خبرو هوارېږي. دده په خبره که ددې شخړو حل جنګ وای. نو په دې دېرش کاله کې به ډېر له مخه لا ددوی وطن جوړ شوی وای. مجاهد زیاتوي

؛ موږ دې ته ډېر خوشاله يو. نه يواځې موږ بلکې زموږ زنانه، واړه کم لوي ټول خوشاله يو. چې خدای مو په وطن کې امن راولي؛


دبلوچستان د سرانانو په کمپ کې میشت سپین ږیری اخترمحمد باوري د امریکا او طالبانو اوسنیو خبرو ته په پام سره وویل، وروسته له هغه چې په رسنیو کې د امریکا او د طالبانو د خبرو بیانونه راځي، ددوي د ټول کمپ وګړي ډېر خوشاله دي. او په کمپ کې يې د سپين ږیرو، ځوانانو، او میرمنو هره ورځ ډېر بحث په همدې کېږي.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو يو مشر عبدالله زیاتوي. په دې برسیره چې دوی ټول په دې خبرو خوشاله دي. دده په وینا کېدای شي. تردې وروسته د افغان یتیمانو اوښکې توی نشي. عبدالله وویل

؛ که خبري وشي او جنګ ودرېږي نو د یتمانو صغیرانو اوښکې به پاکې شي. او موږ ددې مهاجرۍ له ژونده خلاص شو؛

سره له دې چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ له امله په لکونو کورنۍ پاکستان او نورو هیوادو ته مهاجري شوې، د يواین ایچ سي ار په وینا دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱۷ لکه افغان کډوال لاهم د هجرت شپې ورځي تېروي. چې ددې کډوالو په خبره په وطن کې د امن تږي دي.
XS
SM
MD
LG