د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان : له تیارې د رڼا پر لوري تعلیمي هڅې


د واڼه خیر ښېګړې ټولنې یو چارواکی ګل سعید غونډې ته وینا کوي
د واڼه خیر ښېګړې ټولنې یو چارواکی ګل سعید غونډې ته وینا کوي
مجیدبابر - پراګ

د پاکستان په قبايلي سیمه جنوبي وزيرستان کې يو غير دولتي خیر شېګړې ټولنې ( واڼه ویلفير ایسوسیېشن) د روان کال د جنورۍ میاشتې له ۲۵ مې نېټې يو تعليمي کمپاین پيل کړی چې په سیمه کې به د هغو کورنيو له مشرانو سره رابطه کوي چې ماشومان یې سکولونو ته نه ځي.

دغه کمپاين ته له تیارې نه د رڼا پر لوري نوم ورکړل شوی دی.

ددغه تنظيم یو چارواکې ګل سعید وايي، په جنوبي وزير ستان کې په لسګونو سکولونه لا اوس هم غير فعاله دي.دی زیاتوي چې ددغه کمپاين مقصد په جنوبي وزیرستان کې د تعليم اهميت خلکو ته په ګوته کول دی او هغه ماشومان انجونه او هلکان چي سکولونو ته نه دي اچول شوي د هغوی مشرانو ته به یې وايي چې سکولونو ته یې ولېږي.

ګل سعيد وايي چې په جنوبي وزيرستان کې ۴۰ فیصده هلکان او ۹۰ فیصده انجونه دا مهال سکولونو ته نه ځي.

ګل سعيد مشال راډیو ته وویل چې ددوی تنظیم په دې هڅو کې دی چې په راتلونکې څو میاشتو کې په جنوبي وزير ستان کې د تعليم د اهميت په يو نکاتي ایجنده یوه لويه جرګه رابولي.


هغه دا هم وويل چې په دی لړ کې د تعليم یافته ځوانانو، مذهبي عالمانو ، سپین روبو ، او قبايلي مشرانو سره په رابطه کې دي او د هغوی شرکت به یقیني کوي.

په ۲۰۰۹م کال کې په جنوبي وزيرستان کې د وسله والو په ضد د پوځي عملياتو له امله په زرګونو کورنۍ سره له خپلو ماشومانو له سيمې په کډه کولو مجبوره شوې وې ، چې له امله يي سکولونو ته د تلونکو ماشومانو د تعليم لړې پرې شوېوه،

خو د فاټا سیکرېټرېټ د تعليم څانګې ډایریکتر فضل منان دا راپورونه نا سم بولي.دی وايي چې دا مهال ۵ زره کورنۍ جنوبي وزيرستان ته ستنې شويدي او که څه هم یو شمیر سکولونه ړنګ دي خو بيا هم دغو ماشومانو ته په کیږدیو یا خيمو کې زدهکړې ورکول کېږی.
XS
SM
MD
LG