د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبایلي سیمو کې ډرون بریدونه کوو.اوباما


د امریکا ولسمشر بارک اوباما په واشنګټن،ډي سي کې د سپینې ماڼۍ له روزویلټ کوټې څخه له یو ټیوب او ګوګل سره په خپله مرکه کې پوښتنې ځوابوي.۳۰ م جنورۍ ۲۰۱۲ م کال
د امریکا ولسمشر بارک اوباما په واشنګټن،ډي سي کې د سپینې ماڼۍ له روزویلټ کوټې څخه له یو ټیوب او ګوګل سره په خپله مرکه کې پوښتنې ځوابوي.۳۰ م جنورۍ ۲۰۱۲ م کال

احمد شاه اعظمي: پراګ

د امريکا ولسمشر بارک اوباما په لومړي ځل ددې خبري پخلی کړی چې په پاکستان کې د تر سره شووډرون بريدونو په نتيجه کې هغه فعاله ترهګر په نښه شوي دي چې امريکايي ځواکونو ته زيان رسوي.

نوموړي دا خبرې
په واشنګټن،ډي سي کې د سپینې ماڼۍ له روزویلټ کوټې څخه له یو ټیوب او ګوګل سره په خپله مرکه کې د خلکو د پوښتنو په ځوابولو کې وکړې.

هغه زياته کړه چې دا بريدونه له افغان پولي سره نږدې د پاکستان په قبايلي سيمو کې تر سره کېږي چې په ترڅ کې يې د طالبانو او القاعده سره تړاو لرونکې فعاله ترهګر په نښه شوي دي خو عامو وګړو ته پکې زياته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

((زه دا خبره يقيني کول غواړم چې خلک په دې خبره پوه شي چې په ډرون بريدونو کې ولسې وګړو ته ډېره زياته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او زياتره ډرون بريدونه د القاعده او د هغوی د اتحاديانو پرضد په صحيح توګه ترسره شوي دي او موږ د دې بريدونو په ترسره کولو کې له ډېره احتياطه کار اخلو. دا بريدونه د هغو فعاله ترهګرو په ضد په کره توګه تر سره کېږي چې امريکايانو، د امريکا شتمنيو، پوځي اډو او نورو املاکو ته زيان رسوي.))


دا چې د اوباما په څرګندونو کې تر کومه حده صداقت دی او آيا په رښتيا هم په ډرون بريدونو کې زياتره وخت په قبايلي سيمو کې مېشت له طالبانو او القاعده سره تړلي فعاله وسله وال په نښه کېږي؟ په پاکستان کې د دفاعي چارو کارپوه او د پاکستاني پوځ پخوانی چارواکی بريګيډير ريټايرډ اسد منير وايي:

(( هغه خلک چې په ډرون کې دلچسپي لري او د ډرون خلاف دي، هغوی دا مشهوره کوي چې په دې کې بې حسابه ماشومان او ښځې وژل کېږي خو د هغوی چېري داسي تصويرونه او نور مالومات را نغلو چې څوک پکې ووژل شو. څه پکې راغلي دي، خو دوی سره پر انټرنېټ جهادي سايټونه دي. که دا خلک په دې کې مړه کېدای نو دا سايټونه به د هغوی له تصويرونو ډک نه وای خو داسې چېرته راغلي نه دي. تاسو به ليدلي وي چې کله ډرون حمله وشي نو طالبان پر هغه ځای ګېره واچوي او څوک نږدې نه ور پرېږدي چې دا مالوم کړي چې څوک پکې مړه شو او څنګه پکې مړه شو. داسي ښکاري چې ډېر پکې دهشتګرد مړه کېږي. ))


د ولسمشر اوباما د څرګندونو په ځواب کې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند عبدالباسط اې اېف پي ته ویلي چې د پاکستان پر خاوره ډرون بريدونه غېر قانوني، بې نتيجې او دوی ته د منلو وړ نه دي، خو د ۲۰۱۰م کال په پای کې د ويکې ليکس په نامه د يوې وېب پاڼي له لارې د امريکا د سفارتي اسنادو له مخې دا څرګنده شوې وه چې د ډرون بريدونو پر سر د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو له امريکا سره جوړ جاړی کړی چې په څرګند ډول به د دې غندنه کوي خو په پټه به يې ملاتړ کوي. بريګيډير ريټايرډ اسد منير هم په دې اړه ورته نظر څرګندوي.

((زما خپل خيال دا دی چې د دوی په خپلو داسي سمجوته وه چې موږ به يې منو نه، که يې تاسو کوی موږ به ددې خلاف کاروايي نه کوو. زما خيال دی تر اوسه پوري هم هغه څيز چليږي. ))

په پاکستان کې د بشري حقونو ځيني سازمانونه او ځيني سياسي ګوندونه په دې نظر دي چې ډرون بريدونه يو غېر قانوني عمل دی ځکه چې د دې په ترڅ کې د ترهګرو سربېره ځيني ولسي وګړي هم په نښه کېږي. د پاکستان د پوځ يو پخوانی چارواکی او د دفاعي چارو کارپوه بريګيډير ريټايرډ سعد محمد وايي چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ناټو او نړيوالو سوله ساتو ځواکونو ته دا اجازه نه ده ورکړې چې د افغانستان له خاوري دباندي هم پوځي عمليات وکړي.

(( د اقوام متحده د سلامتي کونسل چې کوم قراردادونه دي او ناټو او اېساف ته چې کوم قانوني جواز ورکوي هغه د افغانستان په سرحداتو کې دننه دي او د افغانستان له سرحداتو څخه چې بهر هر څومره داسې بریدونه کېږي هغه غېر قانوني دي. نو له همدې وجې امريکا په باضابطه ډول د دې اقرار نه کوي چې دا حملې دوی کوي. ))

د غېر سرکاري حکومتي رسنيو له راپورونو سره سم د پاکستان په قبايلي سيمو کې په ۲۰۰۹م کال کې ۴۵، په ۲۰۱۰م کال کې ۱۰۱، او په ۲۰۱۱م کال کې ۶۴ ډرون بريدونه تر سره شوي دي.

په تيرو وختونو کې پاکستان امريکا ته په خپله خاوره کې دننه د شمسي هوايي ډګر واک سپارلی و چې ويل کېدل له همدې ځايه ډرون بريدونه تر سره کېږي خو د تېر کال د نومبر تر پيښي وروسته امريکا د پاکستان د حکومت په غوښتنه دغه هوايي اډه پرېښودله.

XS
SM
MD
LG