د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قطر او سعودي عرب کې د امن خبرو پایلې به څه وي؟


پامیر ساحل ـ پراګ

د فرانسې خبري اژانس له رپورټ سره سم، په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې شوې دي. هلته بیا د فرانسې خبري اژانس په یوه رپورټ کې ویل شوي افغانستان و پاکستان له طالبانو سره په سعودي عرب کې هم خبرې کول غواړي. په دې حالت کې اوس دا پوښتنه پیدا کېږي چې ایا افغانستان و پاکستان او امریکا د سولې په بهیر کې خپلې بېلې بېلې هڅې کوي او که نه درې واړه هیوادونه غواړي ټولې لارې چارې په کار راولي او له طالبانو سره روغې ته ورسېږي؟ بله پوښتنه دا ده چې د دې ټولو هڅو وروستۍ نتیجه به څه راووځي؟

په قطر کې د امریکا او طالبانو له خبرو پیلېدو سره سم د فرانسې خبري اژانس دا خبر خپور کړ چې افغانستان و پاکستان غواړي په سعودي عرب کې له طالبانو سره خبرې پیل کړي.

جانان موسی زی د افغانستان د بهرنو چارو وزارت ویاند
جانان موسی زی د افغانستان د بهرنو چارو وزارت ویاند
په دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسا زي بي بي سي ته ویلي، د هر هغه ګام ملاتړ به کوي چې په هیواد کې یې د سولې عمل پر مخ بیايي. له دې پرته نوموړي له نورې تبصرې انکار کړی دی.

هلته بیا د افغان حکومت یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د هرې هغې لارې او طریقې په لټون دي چې په افغانستان کې سوله راولي. ده وویل، له طالبانو سره رابطې د قطر تر دفتره محدودې نه دي او دا چې د پاکستان و افغانستان حکومتونو په دې نکتې کار کړی دی چې له طالبانو سره باید په سعودي عرب کې هم د رابطې ځای موجود وي.

ایا د کابل و اسلام اباد او واشنګټن هڅې بېلې بېلې دي او که نه دوی ټول د سولې د راوستو لپاره په بېلو لارو سره په توافق او همغږۍ کار کوي؟

وحید مژده
وحید مژده
په کابل کې د چارو کار پوه وحید مژده وايي، دا بېلې هڅې دي او په دې عمل کې پاکستان ډېر زیات دخیل ځکه دی چې طالبان د اسلام اباد له ولکې د وتو په حال کې دي. (( دا بېلې هڅې ديږي.پخوا خو پاکستان دا غوښتنه درلوده چې باید طالبان د هغه خبره ومني.خو ددغه خبرې په نتیجه کې چې له امریکایانو سره وشوې.تقریبا ویلای شم چې تر ۵۰ فیصدو نه زیات طالبان د پاکستان له ولکې څخه ووتل.پاکستانیانو ډېر کوښښ وکړ چې د ملاعمر پرځاي یو بل کس په قدرت وروسوي.یو بل کس رامنځ ته کړي.هغه هڅې هم تر اوسه موافق شوې نه دي.خو داسې کوښښونه روان دي چې دا پروسه سبوتاژه کړي او زما په نظر داسې هڅې روانې دي چې امریکا پاکستانیانو ته هم په دې کې برخه ورکړي.او افغان حکومت ته هم))


له وحید مژده مې وپوښتل څوک دا پروسه سبوتاژ کوي؟

ده په ځواب کې وویل، د ملا عمر پر ضد د کودتا یو ګام هم نا کامه شوی دی:

(( په دې کې ملا آغاجان معتصیم دی چې هغه ته د پاکستانیانو لخوا دا وظیفه ورکړل شوې وه چې د ملا عمر پر ضد کودتا وکړي.خو ماتې یې خوړلې ده.ددغه کس په اړه ویل کېږي چې کابل ته راغلی وو او بیا له دې ځایه بل هیواد ته تللی دی او زما په نظر شاید هغه عربستان ته تللی وی.اوس چې ویل کېږي په سعودي عرب کې خبرې کېږي.او کېدای شي له همدغه سړي سره یو ډول نمایشي خبرې وشي.خو اصلي خبره دا ده تر هغه وخته چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر د جوړجاړي د خبرو ملاتړ نه وي کړی دا خبرې به هیڅ ګټه ونه شیندي.))


رحیم الله یوسفزی
رحیم الله یوسفزی
په پېښور کې د چارو کار پوه رحیم الله یوسفزی بیا د دې خبر په صداقت شکي دی چې په سعودي عرب کې به له طالبانو سره خبرې وشي:
(( د قطر خبرې خو مالومې شوې طالبانو د هغې تصدیق وکړو.او ویلي یې دي چې هغوی خپل دفتر خلاصوي.امریکا او قطر ټول په دې رضا دي.د افغانستان حکومت وړاندې په دې رضا نه وو خو هغوی یې هم اوس حمایت کوي.دا دسعودي عرب خبره چې په رسنو کې راغلې ده.ددې تر اوسه پورې وضاحت نه دی شوی.ځکه طالبانو خو مخکې له افغان حکومت سره له خبرو انکار کاوه.او که اوس چېري هغوی رضا شوي وي نو دا به د هغوی په پالیسۍ کې ډېر لوی بدلون وي.او زما لږ شک دی چې کېدای شي دا خبره لږ صحیح نه وي.))


هلته بیا په کابل کې د سولې د عالي شورا غړي او سلا کار له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل دا احتمال شته دی چې په سعودي عرب یا په تورکیې کې دې خبرې وشي، خو لا یې په دې اړه څه فیصله نه ده کړې.

قاسمیار
قاسمیار
قاسمیار وايي، دا ټولې هڅې یواځې او یواځې د سولې راوستو لپاره دي او د یو بل مخالفې نه دي:

((زه دا دواړه له یو بل سره په مخالفت او ټکر کې نه ګڼم. غواړم ووایم چې په قطر کې د طالبانو د دفتر وجود هم محفوظ دی؛ او که چېرته دا خبرې په سعودي عرب یا تورکیه کې وشي نو دا به د هغې یوه برخه وي. زموږ ترجیح دا ده چې د ټولو وسله والو مخالفینو مشرتابه په هېواد کې دننه زموږ په ګډ کور کې سره راټول شي.))

نو که د قاسمیار او نورو افغان چارواکو دې خبرې ته وکتل شي چې دا ټولې هڅې د روغې جوړې لپاره دي، نو بیا د سولې دا بهیر به څه نتیجې ولري؟ په پېښور کې د چارو کار پوه رحیم الله یوسفزی وايي، د سولې دې بهیر ته دومره خوشبینه ځکه نه دی چې پخوا هم داسې ډېرې موافقې شوې وې خو په افغانستان کې سوله رانغله:
(( زه خو ډېر خوشبینه نه یم.ځکه چې په افغانستان کې خبرې اترې،د امن معایدې داسې پرېکړې ډېرې شوې دي خو عمل نه ورباندې کېږي.او دا چې افغان حکومت او طالبان به په یوه ګډ حکومت کې کېنې او په ګډه به کار وکړي دا لږ ماته مشکله ښکاري.))

په کابل کې د چارو کار پوه وحید مژده وايي، تر هغې چې امریکا له افغانستانه د وتو په اړه سمه خبره نه وي کړې، طالبان ښايي سولې ته غاړه کېنږدي.
(( اوله خبره چې طالبان یې سپینه ول غواړي هغه دا ده چې آبا امریکایان له افغانستانه د وتلو پلان لري که نه.دا ډېره مهمه خبره ده.ډېره اساسي خبره ده.او چې دا خبره نه وي سپینه شوېږخبره پر مخ نه شي تلای.))

امریکا او نورو اتحادیانو ویلي، تر ۲۰۱۴ز کال پایه به د افغانستان د امنیت ټولې چارې افغان ملې ځواکونو ته وسپاري. هلته د امریکا لخوا د سولې عمل هم ګړندی شوی او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کر هم د فبرورۍ په لومړۍ نېټه کابل ته ځي چې شنونکي یې د سولې د همدې هڅو د کړۍ یوه برخه بولي.
XS
SM
MD
LG