د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې بیا د وژنو لړۍ پيل شوه


په کراچۍ کې یو ځل بیا د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي.د ښار د پولیس چارواکي وايي چې پرون ناوخته د ښار په ګزري سیمه کې پر موټر سایکل سورو نامالومه وسله والو کسانو په یوه برید کې د بلوچستان اسمبلۍ له سیوۍ څخه د صوبايي غړي بختیار ډومکي مېرمن ،یو لور او د هغه ډرایور په ډزو وژلي دي.

د سیمې د پولیس مشر طارق دارېجو مشال راډیو ته وویل چې په غه پېښه کې د ډومکي او بوګټي ټبرونو دوې مېرمنې او د هغوی یو ډرایور وژل شوی دی.دی وايي پر ګاډي یې څه نا څه اویا ډزې شوې دي او دده په خبره چې برید کوونکو د هغوی د یوکور یو خدمتګاره ژوندۍ پرې اېښې ده.

پولیس وايي له لومړنیو پلټونو داسې برېښې چې دا یوه هدفي وژنه ده.

د راپورونو له مخې بختیار ډومکي د وژل شوي بلوڅ ملتپالي مشر نواب اکبرخان بوګټي نمسۍ دی او د هغه مېرمن د نواب اکبر بوګټي نمسۍ ده.

بخیتار ډومکي لا د وړاندې ځايي رسنیو ته ویلي ووچې مخکې هم د هغه د وژلو کوششونه شوي دي.او ویلي ان دا چې د کورنۍ ښځې یې هم نه بخښل کېږي.او نه یې هم د سیند له حکومته د انصاف هیله شته.

په کراچۍ کې د تاوتریخوالي په یوه بله پېښه کې بیا ګل په شپه سیند کې د واکمن ګوند متحده قامي غورځنګ درې غړي نامالومه وسله والو په ډزو وژلي دي.

د سیمې خلک وايي له دغه پېښې وروسته قهرېدلو خلکو په سراب ګوټ او قایدین شاهراه کې د سورلو دوه مسافر بسونه سوځولي.او په سیمه کې ولاړې په لسګونه رېړۍ یې هم سوځولي دي.

په کراچۍ کې خبریال او سیاسي شننونکی اجمل حټک کشر وايي دغه ښار په بیا بیا د تاوتریخوالي او تشدد ښکار کېږي او تر هغو دا لړۍ نه شي بندېدلای چې تر څو د پاکستان اسټېبلیمېنټ په پوره او سالمه اراده سره دا فیصله نه وي کړې چې په دې ملک کې دېره چیچین ،ازبک او عرب ترهګر یې خپلو هیوادونو ته شړلي نه وي او دلته په ملک کې د تندلارو او انتهاپسندو ډلو پر وړاندې بې له توپیر او په اخلاص سره کوټلي ګامونه نه وي اخیستي.له هغوی وسله نه وي راټوله شوې نو هیڅ امکان نشته چې د کراچۍ په ګډون په نور ملک کې د ترهګرۍ دغه روانه لړۍ ودري.
XS
SM
MD
LG